د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې هوايي بریدونه اته تنه وژلي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بشري حقونو د څار يوه ډله وايي، د روس جنګي الوتکو په شام کې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژلي دي.

دغه بريد د شام په شمال ختيځه سيمه کې پر هغه سکول شوی چې پکې بې کوره شوي ولسي وګړي دېره وو.

د شام بشري حقونو د څار ډله وايي، په هوايي بريدونو کې د ادلېب صوبې جوباش کلی نن (د ډېسېمبر پر۲۴مه) په نښه شوی.

شامي ځواکونه چې د روس هوايي حملو ملاتړ لري، تېره اونۍ يې د ياغيانو په اخري پياوړي مرکز کې تازه پوځي عمليات پېل کړل.

د دې عملياتو له کبله ډېری خلک د ترکي پولې سره نېږدې خوندي سيمو ته کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG