د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا چارواکي: برمل ولسوالۍ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي


د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دوو مهمو قوماندانو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي.

هغوی وايي، یاد عملیاتو دوه ورځې دوام وکړ او تېره شپه ناوخته پای ته ورسیدل.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه، د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پدې عمیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو ته په لاسو ورغلي دي.

چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG