د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند مظاهرو پر مهال ۲۳ کسان وژل شوي


د هند مظاهرې
د هند مظاهرې

د هند په اترپردېش کې د پولیسو سره د مظاهره چيانو په نښته کې د ۹ کسانو د وژل کېدو سره په ټول ملک کې د وژل شوو احتجاج کوونکو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. دا خلک د هند د شهريت بدلولو په اړه د هغه قانون پر ضد مظاهرې کوي چې د دوی په وېنا د مسلمانانو ضد دی. د اتر پردېش پوليسو وياند پراوين کمار د دیسمبر په يوويشتمه خبريالانو ته د وژل شوو کسانو شمېر تاييد خو د پوليسو زمه وار ګڼل يې رد کړل.

تېره هفته د هند پارلمان د شهريت په قانون کې د بدلون په منظورولو سره له بنګله دېش، پاکستان او افغانستان څخه په غيرقانوني توګه ورغلو غېر مسلمو کډوالو ته د هند شهريت اخيستو اجازه ورکړه.

ځينو دا د مسلمانانو خلاف بللی او ځينو دا د بې حده ډېرو کډوالو ورتللو ته لار برابروونکی قانون بللی چې د هند سيکولرحېثیت ته تاوان رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG