د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د چابهار بندر په لوظنامه کې دوه نوي بندرونه ورګډ کړل


Iran--Chabahar Port
Iran--Chabahar Port

د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د چابهار لوظنامې په اړه د کمیټې دوهمه غونډه د د ډېسېمبر پر۲۰مه په نوی ډلي کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې لوریو لوظنامه وکړه چې په چابهار موفق نامهکې به د هند دوه نوي بندرونه مورموګوا او نوی مانګالور ورګډ شي.

د چابهار له لارې افغانستان د ۲۰۱۹ز کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې درامدات پیل کړي.

افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر د چارو پرمختګ په اړه ډاډ څرګند کړ.

د دې کمیټې درېيمه غونډه به د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې جوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG