د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د ملي دفاع واک قانون لاسلیک کړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي دفاع واک قانون لاسیلک کړ چې له مخې یې فضایي ځواک د امریکا ملي پوځ شپږمې قویې په توګه رامنځته کړ.

نوموړی د ډېسېمبر پر۲۰مه په میرلنډ کې وویل: "دا قانون چې زه یې نن لاسلیکوم ۷۳۸ میلیارډه ډالر لګښت پرې راځي چې په ۲۰۲۰ز کال کې به په دفاعي بودیجه کې شامل وي، دا زموږ په تاریخ کې تر بل هر وخت بې ساری لګښت دی، دا تر بل هر وخت ډېر لګښت دی چې پر پوځ کېږي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې فضا د نړۍ جګړې نوی ډګر دی او د ده په وینا د امریکا ملي امنیت ته د پراخو ګواښونو په موجودیت کې، په فضا کې د امریکا برلاسي خورا مهمه ده.

د امریکا ولسمشر بیا وویل چې متحد ایالتونه مخکې دي خو هغومره مخکې نه دي چې پکار دي خو له لنډې مودې وروسته به ډېر مخکې شي.

د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته د امریکا دفاع وزارت وویل چې په تېرو ۷۰ کلونو کې چې هوایي ځواکونه رامنځته شوي دي، ټکنالوژي ډېره بدله شوې ده.

د دفاع وزارت په بیان کې دا هم ویلي دي چې چین او روسیې په فضا کې د سیالۍ نوی ډګر رامنځته کړی دی او دا ضروري ده چې امریکا د سیالۍ په دې ډګر کې هغه څه وکړي چې اړتیا یې شته.

د امریکا فضایي ځواک پیلامه به په ۱۶زره کسانو وشي چې مرکز به یې د دغه هېواد دفاع وزارت وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG