د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو پر کمولو خبرې وکړې


په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د کندهار چارواکو سره د لیدو پر مهال.
په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د کندهار چارواکو سره د لیدو پر مهال.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قومندان د کندهار او زابل له چارواکو سره د جنوبي سیمو پر امنیت خبرې کړې دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بېګا مشال راډیو ته وویل چې جنرال سکاټ مېلر د جنوبي ولایتونو د امنیت ارزونې په موخه د ډېسېمبر پر۱۹مه مازیګر ورغلی وو او له والي حیات الله حیات سره یې په ژمي کې د امنیتي ګواښونو پر کنټرول او ښه همغږۍ پیدا کولو پر موضوع خبرې وکړې.

د احمدي په خبره، سکاټ مېلر له والي سره پر هغو پلانونو وغږېد چې له "عملي کېدو سره به یې د امنیتي ګواښونو سطح خورا ټیټه شي."

دی زیاتوي چې مېلر د ډېسېمبر پر۱۹مه د زابل له والي رحمت الله یارمل سره هم ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG