د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا يو ځل بيا توغندي توغولي


د شمالي کوریا ازمايل شوی توغندی
د شمالي کوریا ازمايل شوی توغندی

شمالي کوریا د ډېسېمبر پر۱۴مه ویلي چې هغوی د سوهای په نوم د اوږده واټن د توغندیو د ازموینې په مرکز کې یوه بله مهمه ازموینه په کامیابۍ سره ترسره کړې ده.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېر کال د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جی این سره په یوه سرمشریزه کې رضا شوی وو چې د « سوهای» په نوم د توغندیو ویشتن ځای به تړي.

له دې کاره یې موخه د دواړو خواوو ترمنځ د باور زیاتول وو.

د شمالي کوریا سرکاري خبري اژانس KCNA، لیکي چې د ډېسېمبر پر۱۳مه د شپې د لس نیمو بجو په خواو شا کې دغه توغندی ازمویل شوی دی.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د څه شي ازموینه شوې ده؟

یوازې څو ورځې وړاندې شمالي کوریا ویلي وو، هغوی په سوهای مرکز کې یوه ډېره مهمه ازموینه کړې ده.

له دې سره داسې انګېرنې کېدې چې کېدای شي په یاد مرکز کې یوه نوې دستګاه ځای پر ځای شوې وې چې ښايي فضا ته د ویشتونکې وسیلې د لېږلو او یا هم د انټرکانټینینټل بیلیسټیک میزایل لپاره وکارول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG