د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: ماین چاودنې ۱۰ تنه وژلي


د افغانستان په غزني ولایت کې د سړک غاړې ته د ښخ کړل شوي بم چاودنې لږ تر لږه۱۰تنه وژلي دي.

چارواکي وايي چې دا چاودنه د ډسېمبر پر ۱۳مه د غزني په جغتو ولسوالۍ کې شوې ده.

د دوی په وینا په وژل شوو کې درې مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي چې وژل شوي ټول ولسي وګړي وو.

دا زیاته کړې چې په دې پېښه کې شپږ تنه نور ټپي شوي هم دي.

چارواکي وايي چې دا بم د دې لپاره اېښودل شوی وو چې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي ځکه چې د چاودنې له ځایه ۳۰۰ میټره لرې د هغوی یو مرکز دی.

چا تر اوسه د دې زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG