د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیاتی شاعر افګار بخاري وسله والو په خپل کور کې وژلی


شاعر افګار بخاري
شاعر افګار بخاري

''لا مې چې زړګي ته را نیزدې نه وای لا مو چې تر منځه فاصلې نه وای"

د خیال محمد استاد په اواز د دې مشهورې سندرې خالق شاعر افګار بخاري د خپلو بېشمره شعرونو او سندرو په منځ کې د ګولۍ ښکار شو.

د پښتونخوا د لکي مروت سیمې اوسېدونکی د پښتو ژبې نومیاتی ولسي شاعر افګار بخاري بېګا ماښام ناپېژاندو کسانو په خپل کور کې وژلی دی. د افګار بخاري اصل نوم سید ظهور عباس شاه وو.

د لکي مروت د پولیسو تاڼې مشر سید ایاز وي او اې ډیوه ته وویل، افګار بخاري د چارشنبې ماښام ناوخته په خپله حجره کې وژل شوی دی چې وایي د وژنې سبب یې فرقه ییز ښکاري.

افګار بخاري له مسلکي پلوه شیعه وو او تر دې وړاندې هم ورباندې بریدونه شوي چې هغه ورڅخه بچ پاتې شوی دی.

کورنۍ یې د هغه د وژنې د سبب په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې چا د وژنې ذمه واري په اړه اخیستې ده.

د لکي مروت ځایي خلک وایي افګار بخاري په دا وروستیو کې د دم او تعویزونو کار هم کاوه.

افګار بخاري اووه څلوېښت کاله مخکې په ۱۹۷۲ز کال کې په اتم ټولګي کې لومړی په اردو کې شاعري پیل کړه او بیا یې څه موده وروسته د طاهري کلاچوي د شعري مجموعې (د مینې غېږ) تر لوستلو وروسته په پښتو کې شاعري پیل کړه.

د افګار بخاري د شاعري رنګ ولسي دی چې د مینې، حالاتو، ظلم او جبر او تصوف رنګونه یې هم په شاعرۍ کې څرګند دي.

د ښاغلي افګار زیات شاعرانو د پښتو بېلابېلو مشهورو سندرغاړو خیال محمد، سردار علي ټکر، دمساز مروت او نورو ویلي دي، خو دا نه ده څرګنده چې د شعرونو ټولګه یې چاپ ده که نه.

افګار بخاري پخپله یوه مرکه کې ویلي دومره شاعري یې کړې چې که را غونډه یې کړي د ټپو، نعتونو، چابیتو، مثنوي، بدلو او غزلو به یې بېل بېل کتابونه چاپ کړي، خو وایي د کتاب چاپولو پر ځای یې توجه د موسیقۍ خواته وو او غوښتل یې چې د سندرغاړو په ږغ کې یې شاعري تر ولسه ورسېږي.

د افګار بخاري یوه غزل:

مین داسې ستا د وره سیوري ته ناست وي

لکه شپون غلی د غره سیوري ته ناست وي

د چا خوږ عمر تودو لمرونو وخوړ

څوک تمام عمر ساړه سیوري ته ناست وي

بختور دي ستا د ښار د کوڅو خلک

ستا د کور د دېواله سیوري ته ناست وي

دا کاروان زما د ستړو ارمانونو

د خورو زلفو درانه سیوري ته ناست وي

دا چې کاڼي ټکوي په سره غرمه کې

دا به وږی وي، ماړه سیوري ته ناست وي

ستر شجر د مینې وکره افګاره

چې سبا دې بیا واړه سیوري ته ناست وي

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG