د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې تلپاتې سوله غواړو: قریشي


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشری د بهیر په لړ کې د اسلام اباد پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د دسېمبر پر۱۰مه په خپله ویبپاڼه لیکلي، قریشي د اسیا زړه استنبول پروسې په غونډه کې په دوشنبه وویل، نړیوالې ټولنې د پاکستان دې دریځ تایید کړی دی چې د افغانستان جګړې حل پوځي نه د مزاکراتو له لارې سیاسي جوړجاړی دی.

نوموړي په استنبول کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، دوی له افغانستان سره تجارتي او اقتصادي اړیکې، د ولسونو ترمنځ او په سیمه ییزه کچه رابطې زیاتول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG