د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د خيبر پښتونخوا وکيلان پر درې ورځني هړتال


پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

د خیبر پښتونخوا صوبې د وکيلانو اتحاديه وايي، د صوبايي حکومت له لورې په قانون کې د نويو بدلونونو پرضد یې کاربندیز کړی دی.

د ډیسېمبر پر نهمه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د اتحادیې یوه غړي محمد سرير خان وویل، دوی ځکه پر هړتال دي چې د خيبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۹ م پر دوهم سیپټمبر د ضابطه ديواني ترميمي اېکټ او د مخدوره موادو کنټرول قانون کې داسې بدلونونه کړي چې په دغه مقدمه کې د کاغذي کاروايي ټولې چارې پر ښکېل کس (موکل یا درخواست ورکوونکي) اچول شوې دي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۹ م پر دوهم سیپټمبر د ضابطه ديواني ترميمي اېکټ او د مخدوره موادو کنټرول قانون کې داسې بدلونونه کړي چې په دغه مقدمه کې د کاغذي کاروايي ټولې چارې پر ښکېل کس (موکل یا درخواست ورکوونکي) اچول شوې دي.
وکیل محد سریر


د ده په وينا، په اوسنيو بدلونونو کې ويل شوي، که يو ګواه عدالت ته نشي ښکاره کېدلی (حاضرېدلای) نو هغه به عدالتي ګومارلي کميشن ته ځي چې د ده په خبره دا ډېر ستونزمن کار دی.

محمد سرير زياته کړه چې د نويو بدلونونو له مخې که د يوې مقدمې پرېکړه ولسي عدالت (سېوېل عدالت) وکړي نو د هغې پرضد به د اپیل درخواست د ضلعي عدالت پرځای های کورت ته ورکول کېږي.

د ده په وينا، له دې سره به د های کورټ پر ۱۸ ججانو وار نور بوج رالشي چې وار له مخه یې کار زيات دی او د دې ترڅنګ بې وزله خلک به هرو مرو له خپلې ضلعې بهر ځي.

د خيبر پښتونخوا بار کونسل مرستيال مشر سعيد خان په مشرۍ کې د شنبې پر ورځ په قانون کې د بدلون جاج واخیست او دا يې رد کړل.

دوی وويل چې په قانون کې تر بدلون وړاندې حکومت وکيلان په اعتماد کې نه وو اخېستي.

وکيلانو دريځ خپل کړی چې په قانون کې بدلون د بشري حقونو ضد او له دې سره به د انصاف عمل نور هم مشکل او د پیسو له پلوه ګران شي چې د د دوی په خبره غريبان به زيات اغېزمن شي.

وکيلانو دړکه کړې که يې د دوی په مشوره قانون بیرته سم نکړ نو په دوهم پړاو کې به په ټوله صوبه کې احتجاجي تحريک وچلوي.

خو د خيبر پښتونخوا د قانون وزير بېرسټر سلطان خان د ډېسېمبر پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دوی د خلکو د اسانتيا لپاره په قانون کې بدلون کړی دی.

نوموړي وويل چې له وختونو راهیسې د خلکو مقدمې په عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي نو دې ته په کتو سره حکومت قانون جوړ کړی چې خلکو ته ژر تر ژره انصاف ترلاسه شي.

بېرسټر سلطان زياته کړه چې د وکيلانو له مشرانو سره به ويني او د هغو اندېښنې به اورې او په رڼا کې به اقدام کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG