د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ننګرهار کې لسګونه نور داعشیان حکومت ته تسلیم شوي'


ارشیف: د داعش ډلې غړي ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي و. ۱۷ د نومبر ۲۰۱۹
ارشیف: د داعش ډلې غړي ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي و. ۱۷ د نومبر ۲۰۱۹

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د لسګونه نورو غړو د تسلیمېدو خبر ورکوي.

په اچین ولسوالۍ کې چې په افغانستان کې د داعش پلازمېنه بلل کېده پرون یکشنبې، د داعش ډلې ۴۹ نورو جنګیالیو ځانونه افغان ځواکونو ته تسلیم کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې له دې ډلې سره ښځې او ماشومان هم یوځای دي.

هغه وايي: "په اچین ولسوالۍ کې له سختو عملیاتو او د داعش ډلې له ماتو وروسته نن ۴۹ داعش وسله وال چې ۲۱ مېرمنې او ۴۳ ماشومان هم ورسره دي، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. "

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي چې دې کسانو خپلې سپکې او درنې وسلې هم افغان حکومت ته سپارلي دي.

په دې وروستیو کې د داعش ډلې اړوند له زرو زیات کسان چې له نیمايي زیات یې وسله وال جنګیالي دي او سلګونه ښځې او ماشومان هم ورسره دي په څو جوپو کې په ننګرهار ولایت کې تسلیم شوي دي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې چې یو وسله وال هم له جګړې لاس اخلی عام افغانان یې هرکلی کوي نو له جګړو څخه د دومره لوی شمېر وسله والو لاس اخیستلو خلک زیات هیله من کړي خو په عین حال کې داسې اندېښنې هم ښودل شوي چې دا ښه روزل شوي افراطي وسله وال به چېرته ساتل کېږي او آیا د دوی او د دوی د کورنیو له خوا خو به عامو خلکو ته کوم زیان نه پېښېږي. ؟

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل له افغان حکومت څخه غواړي چې د داعش له وسله والو سره د ژنیو د کنوانسیون له اصولو سره سم چلند وکړي خو ښاغلی لعل دا خبرداری هم ورکوي چې د هغوی په ماشومانو کې د احتمالي تندلارو افکارو خطر ته باید جدي پام وشي.

د هغه په خبره: "په کار ده چې له احتیاط څخه کار واخیستل شي او وکتل شي چې که چېرته د دوی ماغزه تروریستانو مینځلي وي نو دولت باید په اصلاحي مرکزونو کې د دوی رواني حالت وګوري او سمې لارې ته د دوی د راوستو په اړوند خپل مسوولیت سرته ورسوي."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي د دې وسله والو او د هغو کورنۍ په خوندي ځایونو کې ساتل کېږي.

نوموړی زیاتوي: "ټول تسلیم شوي داعشیان په ملي امنیت کې دي او څېړنې ترې کېږي او وروستي مراحل یې د هغوی له خوا بشپړېږي خو د دوی مېرمنې او ماشومان په خوندي ډول ساتل شوي په یوه ځانګړي ځای کې او د دوی لپاره ټول لومړني خدمات هم برابر شوي دي."

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې دا کورنۍ به تر هغه وخته په دې ځایونو کې ساتل کېږي چې افغان حکومت د هغو د برخلیک په اړه نوې پرېکړه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG