د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هانګ کانګ کې مظاهرې دوام لري


په هانګ کانګ کې جمهوريت پلوه احتجاج کونکي د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې د خپلو پلوي کاندیدانو له بریا وروسته یو وارې بیا لارو کوڅو ته وتلي او مظاهرې یې پیل کړې دي.

د دسمبر د لومړۍ نېټې لاریون له هغې وروسته کېږي چې د نومبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د احتجاج کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

ټاکل شوې چې لاریون کونکي به د امریکا سفارت لورې ته ورځي چې د احتجاج کونکو د تحریک په ملاتړ کې د قرارداد منظورولو په اړه د امریکايي مشرانو مننه وکړي.

د نومبر پر ۲۴مه په هانګ کانګ کې د ضلعي کونسلو په انتخاباتو کې ګڼو جمهوریت پلوه کسانو بریا ترلاسه کړې وه.

دا انتخابات په هغه ښار کې د حکومت پر ضد د شپږو میاشتو مظاهرو وروسته شوي وو.

د انتخاباتو نتیجو ښودلې چې جمهوریت پلوه کاندیدانو د ۱۸ ضلعو په ۴۵۲ څوکیو کې خپل اکثریت خوندي ساتلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG