د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، موجوده پارلېمان د پوځ مشر کاري مودې غځولو په اړه قانون سازي نه شي کولای ځکه چې دا ايوان د درغليو په نتيجه کې راغلی دی او اهلیت نه لري.
د نومبر پر ۲۸مه د سيند صوبې په سکر کې جلسې ته په وينا کې مولانا فضل الرحمن وويل چې حکومت د خپل نااهلۍ ثبوت ورکړ چې د سرلښکر مودې غځولو فرمان یې هم سم جاري نه کړل شو.
نوموړي وویل: "د عدالت دا خبره چې پارلېمان دې قانون سازي وکړي. د عدالت حکم په سر سترګو، خو دا جعلي پارلېمان د داسې قانون سازۍ حقدار نه شي کېدای. نوي انتخابات دې وکړل شي، د ولس حقيقي استازي دې پارلېمان ته راشي او بيا دې هغوی قانون سازي وکړي."
خو واکمن تحريک انصاف ګوند او د انتخاباتو کمېشن په وار وار په عامو انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.