د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو لاریونونه پیلېږي


د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه

د نومبر پر ۲۹مه به په ټول پاکستان کې د پوهنتونونو د زده کوونکو لخوا د یووالي لاریونونه تر سره کېږي چې پکې به په لاهور، کراچۍ، کوټه، پېښور او د اسلام اباد په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې زده کوونکي د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي.

د زده کوونکو د تنظیمونو ترمخه دوی په پوهنتونونو کې د ځورونو، د دوی د څارنو او پر تنظیمونو یې د ځینو قدغنونو لګولو خلاف احتجاج کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر اکتوبر میاشت کې په بلوچستان پوهنتون کې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې وې چې د زده کوونکو په وینا په پټو لګول شویو کېمرو اخیستل شوې وې.

له دغې وروسته زده کوونکو په کوټه کې مظاهرې پېل کړي او وایي حکومت د دوی په ځورونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG