د افغانستان د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
چاودنه د نومبر پر ۲۷مه ماښام شوې ده.
د کندز د والي ویاند عصمتالله مرادي د نومبر پر ۲۷مه وویل: "په دې کې شپږ ښځې، یو نارینه، شپږ ماشومانې نجونې او دوه هلکان وژل شوي او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي."
مرادي زیاته کړه چې دا کسان د کندوز له خان اباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې واده تهروان ول چې د ماین چاودنه پرې وشوه.
هغه وویل چې ماین وسله والو طالبانو ايښي و.
بلخوا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.