د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران د ایران انټرنشنل ټېلېویزیون پر کارمندانو محدویتونه لګولي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

ایران وايي، د لندن میشته فارسي ژبې ټېلېویزیون ( ایران اڼترنېشنل) پر هغو کارکوونکو یې محدودیتونه لګولې چې ایراني چارواکو تېره اوونۍ د حکومت خلاف د احتجاجونو په اړه په جانبداره خبرونو جوړولو تورن کړي دي.

د ایران عدلیې په ویبپاڼه د نومبر ۲۶مه ویل شوې چې له ایران اڼترنېشنل ټېلېویژن سره د کارکونکو کسانو پر اثاثو یې قانوني او عدالتي محدودیتونه لګولي دي.

د ایران انټرنیشنل ټېلېویزیون کارکوونکو د استخباراتي وزارت په چارواکو تور پوری کړی چې په دا وروستیو کې یې په تهران او نورو ښارونو کې یې د کورنیو غړي ځورولي دي.

ایران انټرنیشنل ټېلېویزیون په ۲۰۱۷م کې کار پیل کړ او ګومان کېږي چې د ایران له حریف هېواد سعودي عرب سره تړاو لري.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په ایران کې د تیلو نرخونو زیاتېدو خلاف په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG