د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور تر خطرناک دود لاندې دی


د بښنې نړيوال سازمان اېمنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د پاکستان په دويم لوی ښار لاهور کې خرابه هوا د هر سړي روغتيا ته خطر پېښوي.

دغه لندن مېشتې سازمان په پنجشنبه د خطرناکه دود د مخنيوي په برخه کې د لاهور د ۱۰ میليونه اوسېدونکو لپاره د ((سمدستي اقدام)) غږ وکړ.

سازمان پخپل بيان کې ويلي چې د پاکستاني حکومت لخوا د لړي د مخنيوي لپاره ناکافي اقدامات د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

د پاکستان لاهور د هوا د ککړتيا په برخه کې د نړۍ يو تر ټولو چټل ښار دی. اېمنسټي انټرنېشنل وايي چې له اکتوبر څخه تر فبروري مياشتې پورې روان د لړي موسم پر مهال د تيلو خراب کيفيت، له ګاډو او کارخانو څخه د خارجېدونکي لوګي نه کنټرولول او د فصلونو سوځول په پنجاب کې وار له مخه د غېرصحي هوا کيفيت نور هم خرابوي.

بلخوا نن د جمعې په ورځ د پنجاب د لاهور ګډون په ګوجرانواله او فېصل اباد ضلعو کې د دود او لړو له وجې په سکولونو کې عامه رخصتي اعلان شوې ده.

په تېره يوه مياشت کې دا درېم ځل دی چې د پنجاب صوبې په مختلفو برخو کې حکومت د دود له کبله د سکولونه بندولو پرېکړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG