د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران یو عدالت شپږ فعالانو ته د بند سزا اورولې


د ایران یوعدالت د چاپیریال د ساتنې شپږ فعالانو ته د جاسوسۍ په تور له ۶ تر ۱۰ کالو د بند سزا اورولې ده.

په نیویارک کې د ایران په اړه د بشري حقونو دفاع مرکز د نومبر۲۱مه ویلي چې دا فعالان تر ۲۲ میاشتو په تحویل کې ساتل شوي وو او له امریکا سره د اړیکو تورونه پرې لګول شوي دي.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي، سزا شوي کسان د ایران انقلابي عدالت د فیصلې پرضد عدالتونو ته خواست کولای شي.

د چاپیریال د ساتنې دغه فعالانو د ایران د وایلډ لایف هیریټیج فاونډیشن په نوم د یوې داسې ادارې سره کار کاوه چې له خطر سره مخ ځناورو په اړه په ولس کې د بیدارۍ لپاره کار کوي.

چارواکیو ویلي، دغې ډلې د چاپیریال ساتنې په بهانه د ایران د ستراتیجیکي ادارو په اړه پټ مالومات راټولول.

خو فعالانو دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG