بېګا شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ لوبه په ۲۹ منډو وګټله.
افغانستان چې شېر-خط وګاټه نو لومړی یې بېټنګ وکړ او سیال ټیم ته یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمتالله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.
په باولنګ کې بیا نوینالحق ښه وځلېد.
ده د وېست انډیر ۳ لوبغاړي وسوځول.
وېسټ انډیز په '۲۰شل اوره' سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
دې ټیم له افغانستانه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټېست لوبه هم وکړي.