د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه داعش وسله والو ځانونه د ننګرهار چارواکو ته وسپارل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

جلال اباد ـ د افغانستان په ننګرهار ولايت کې ۷۲ داعش وسله وال د خپلو کورنیو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شوي دي.

له دغو وسله والو سره د هغوی مېرمنې او ماشومان هم ملګري دي چې شمېره یې ۱۷۲ ته رسېږي.

د ننګرهار د والي له دفتره په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې دا تسلیمۍ د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې له يوې اوونۍ راهيسې سلګونه داعش وسله وال له ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG