د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې درې عسکر وژلي او پنځه یې ټپي کړي دي


په کوټه کې د پخوانۍ چاودنې عکس
په کوټه کې د پخوانۍ چاودنې عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د پاکستان د ایف سي ځواک درې عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپي کړي دي.

دا چاودنه د ۱۵م نومبر په شپه د کوټې ایرپورټ روډ ته نژدې پر مغربي بای پاس په بلیلي سیمه کې هغه مهال شوې چې د عسکرو موټر له هغه ځایه تېرېدی.

حکومتي چارواکي وايي چې چاودنه د نامعلومو کسانو له خوا د سړک پر غاړه په یو موټرسایکل کې د اېښودل شوو چاودونکو موادو د چاودلو له امله شوې ده.

دوي وايي چې د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونو ته زیان رسېدلی دی.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG