د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن له قاسم سوري، حکومت له صدارتي فرمانونو تېر شو


پاکستانی پارلمان
پاکستانی پارلمان

د پاکستان حکومت هغه ۱۱ صدراتي فرمانونه منسوخ کړل چې په قامي اسمبلۍ کې یې بې له بحثه منظور کړي ول. دا پرېکړه نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وشوه.

دا صدراتي فرمانونه يا ارډيننسونه د نومبر پر اوومه د قامي اسمبلۍ په هغه غونډه کې منظور شوي ول چې مشري يې ډپټي سپيکر قاسم سوري کوله.

اپوزيشن ډلو دا اقدام ناسم بللی وو او ټينګار يې کړی وو چې هره قانوني مسوده بايد له پارلمانه تر بحث وروسته قانون وګرځول شي. اپوزيشن ګوندونو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې د اسمبلۍ د نننۍ غونډې پر مهال د ډپټي سپيکر پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو پرېکړه وه خو په پنجشنبه د دواړو لوريو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته د عدم اعتماد باور اخېستو په بدل کې د صدارتي فرمانونو منسوخولو پرېکړه وشوه.

نن د اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړي اسد عمر وويل دوی نه غواړي چې د سپيکر او ډپټي سپيکر چوکۍ دې لانجمنې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG