د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نه ځنډوو. افغان ټاکنو کمېسیون


د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ​وايي فکر نه‌کوي چې وکړاى شي د ټاکنو لومړۍ نتيجې د لړم/ عقرب پر ٢٣مه اعلان کړي.

د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د ځينو ستونزو له کبله ښايي دغه اعلان وځنډېږي.

سادات زیاته کړه: "ستونزمنه به وي که موږ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجه پر ٢٣مه نېټه اعلان کړو، خو کمېسيون بيا هم خپله نهايي هڅه کوي، څرنګه چې په ځينو ولايتونو کې مزاحمتونه ايجاد شول، اوس به دغه اعلان موږ ته ستونزمن وي."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

کمېسيون وايي، د ځينو کانديدانو ډلو په څو ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ٤ ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه ختمه شوې ده، خو په ٩ ولايتونو کې دغه پروسه پيل شوې نه‌ده.

په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بایومټریک معلومات‌یې نه‌دي ثبت شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG