د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني عسکر وژلي


د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي په ټیټی مداخېل ډنډي کڅ کې پر پاکستانیو عسکرو بمي چاودنې مرګژوبله ورته اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په سېشنبه ناوخته رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي: "په شمالي وزیرستان کې د پاکستانيو عسکرو پر یوه ګاډي کنټرول بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۳ عسکر یې وژلي او یو یې ټپي کړی دی."

بیان کاږي، د پوځیانو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.

د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، شااوخوا ځایونه‌ یې محاصره کړي او لټون یې هم پیل کړی.

قاري سیف الله چې ځان د تحریک طالبان پاکستان قاري حسین فورس وياند بولي، د دې برید ذمه واري منلې ده.

په شمالي وزیرستان کې یو مهال د تحریک طالبان پاکستان او نورو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو مرکزونه ول چې بیا وروسته پکې پاکستاني پوځ پراخ پوځي عملیات وکړل.

په دا وروستیو کې په دغه سیمه کې پر پاکستانيو ځواکونو پر داسې مهال بریدونه زیات شوي چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، په قبایلي سیمو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال ترهګر او د هغوی مرکزونه له‌منځه وړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG