د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېد


د عراق د مظاهره کوونکو یو انځور
د عراق د مظاهره کوونکو یو انځور

په عراق کې د بشري حقونو څار ډلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ له نوې ترینګلتیا څلور لاریونوال وژل شوي او نېږدې ۱۳۰ نور ټپیان دي.

دا مرګژوبله هغه مهال وشوه چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لورو ترمنځ شخړه وشوه او امنیتي ځواکونو اوښلن ګیس وکارولو.

په عراق کې د بشري حقونو نیمه رسمي کمېسیون چې د دې مرګژوبلې راپور یې ورکړی دا نښتې د خواشینۍ وړ بولي او وایي، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه ویاند جنرال عبدالکریم خلف د نومبر په ۱۱مه په بغداد کې یوې خبري غونډي ته وویل: "د مظاهره کوونکو یوه لویه برخه، ۹۹ سلنه‌ یې دا تاوتریخوالی نه‌ دی کړی، دوی په بشپړه ازاده توګه خپلې نظریې وړاندې کوي، یوه وړه برخه‌ یې غله او جنایتکاران دي چې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

له تېرې میاشتې راهیسې په عراق کې د درغلیو او ګرانیو خلاف په راوتیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۲۰ تنه مظاهره چیان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG