د امریکا د پوځ مشر وړاندوینه کړې چې ځواکونو به یې ښايي د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي.
جنرال مارک میلي له اې بي سي نیوز تلویزون سره په مرکه کې چې د نومبر پر ۱۰مه خپره شوه وویل، د ۱۱م سېپټمبر له پېښې وروسته یې افغانستان ته سرتیري د دې لپاره لیږلي وو چې د هغه هیواد خاوره د هغو ترهګرو پر پناه ځای بدل نه شي چا چې پر امریکا حمله کړې وه خو د نوموړي په وینا هغه مشن لا مکمل شوی نه دی.
نوموړي وویل دا مشن به هله کامیاب شي چې افغان حکومت او امنیتي سرتیري یې د دې جوګه شي چې خپله خاوره پر نورو هیوادونو او په تېره بیا د امریکا پر ضد د حملو لپاره له کارولو وژغوري.
امریکا په افغانستان کې ۱۴زره سرتیري لري. همدا راز د ناټو د غوڅ ماموریت لاندې زرګونه اروپایي عسکر هم هلته موظف دي.
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بیا بیا ویلي،اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د نړۍ د کړکیچ له سیمو خپل سرتیري وباسي.