د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې پر مظاهره کونکو د پولیسو ډزې، څلور مړه، لسګونه ژوبل


مظاهره کونکي یو ژوبل تن لېږدوي
مظاهره کونکي یو ژوبل تن لېږدوي

په بغداد کې د پولیسو او د روغتیا د ادارې کارکونکي وايي، عراقي امنیتي ځواکونو د نومبر په نهمه لږ تر لږه څلور مظاهرچيان د خلکو د خورولو او د سرکونو د خوشې کولو پرمهال په ډزو وژلي دي.

دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې مظاهرچيانو په امنيتي ځواکونو د پيټرول بمونو ګوزارونه وکړل.

د راپورونو ترمخه تر ۱۰۰ زيات مظاهرچیان ژوبل شوي هم دي. له ډزو وروسته امنیتی ځواکونو د یو مهم پل پرته د ټولې سيمي کنټرول ترلاسه کړی دی.

بلخوا د عراق حکومت د روان بحران پای ته رسولو لپاره د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

وزیراعظم عادل عبدل مهدي د نومبر پر نهمه وويل چې سیاسي ګوندونو په هیواد کې د حکومت چلولو په لاره کې تېروتنې کړې دي. نوموړي د انتخاباتي اصلاحاتو ژمنه هم وکړه.

په عراق کې د اکتوبر له لومړۍ نيټې راهيسې مظاهرې رواني دي چې تراوسه پکې تر ۳۰۰ زيات مظاهرچيان وژل شوي دي.

مظاهره کوونکي د هېواد په فرقه یيز سياسي نظام کې د بدلون غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG