د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له هند سره پر کړکېچ سربېره کرتارپور لاره پرانېزي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په داسې حال کې چې د نومبر پر نهمه د هند او پاکستان ترمنځ د کرتارپور د لارې رسمي پرانېسته کېږي، زرګونه سیک زیارت کوونکي چې پکې پخوانی وزیر اعظم من موهن سینګ هم شامل دی، پاکستان ته رسېدلي دي.

اسلام اباد سیک زیارت کوونکو ته بې له ویزو پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړې ده.

من موهن سنګ په کرتار پور کې رسنیو ته وویل: "نن د سیک ورورولۍ لپاره مهمه ورځ ده. هغه هیله څرګنده کړه چې له دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د رغېدو لوري ته لاړې شي."

په کرتار پور کې د نومبر پر ۱۲مه د بابا ګورو نانک د زیږون۵۵۰مه کلیزه لمانځل کېږي.

کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولې ته نېږدې د پاکستان په خاوره کې پروت کلی دی چې پکې د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چې پکې د سیکانو مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.

پاکستان تېر کال د نومبر پر ۲۸مه د کرتار پور لارې د بنسټ ډبره اېښې وه چې په هغو مراسمو کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او هندي کانګرس غړي نوجوت سینګ سیدهو برخه اخېستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG