د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې د اېس پي طاهر داوړ خوریی وژل شوی


طاهر داوړ چې کله تښتول شوی وو نو لور فاطمې یې د راخلاصولو لپاره تصویر په غیږ کې نیولی وو.

په شمالي وزیرستان کې د ځايي چارواکیو او اوسېدونکیو په وینا بېګا شپه د میرلي په خدۍ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو یو ځوان منصور په ډزو وژلی او بریدګر تښتېدلي دي.

دوی وايي د شپې نېږدې ۸ بجې وې چې د میرلي له خدۍ مارکیټ سره جوخت تر لسو کسان چې په وسلو سمبال ول راغلل او منصور یې وواژه.

د ځايي خلکو په وینا وژل شوی ځوان منصور د میرلي خدۍ سیمې د وژل شوي پولیس ایس پي طاهر داوړ خوريی وو. ایس پي طاهر داوړ چې له اسلام اباده تښتول شوی او بیا یې مړی د پولې پورې غاړه موندل شوی وو او لا یې هم چا د وژلو زمه واري نه ده منلې.

انتظامي چارواکي وايي، پولیس د پیښی رپورټ اخیستی او پلټنې روانې دي.

په شمالي وزیرستان کې د شمېرو له مخې د۲۰۱۸ ز کال له فېبرورۍ میاشتی راهیسې تر اوسه نېږدې ۶۰ هدفي وژنې او بریدونه شوي دي چی پکې لسګونه ځوانان، مشران او هم دولتي اهلکاران وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG