د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د اې اېن پي باجوړ یوه مشر پر کور راکټي برید، دوې ښځې ژوبلې

په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د یو مشر شیخ جانزاده په کور په راکټي برید کې دوه میرمنې ټپي شوي دي.

د شیخ جانزاده کشر رورو مولانا خانزیب مشال ریډیو ته وویل چی نن سهار ناپیژندل شویو کسانو د هغوی په کور راکټي برید کړی چې په نتیجه کې يې د کورنۍ دوه ښځینه غړې ټپي شوې دي خو شیخ جانزاده روغ رمټ دی. نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې يې هم پر کور برید شوی وو.

ځاي خلک وايي چې په باجوړ کې یو ځل بیا د امنیت وضع په خرابیدو ده.

چارواکي ادعا کوي / چې سیمه کې د امنیت پرځايکولو لپاره هڅې کوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

په لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم برید شوی

د نومبر پر۱۲مه له غرمې مخکې په لوګر کې د ملي اردو لواء ته څېرمه د کابل-ګردیز پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان برید ترسره شوی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ مشال راډیو ته وویل، تر اوسه نه ده مالومه چې دا موټر بم برید وو، که ماین چاودنه وه.

د ده په وینا، چې بهرنیو ځواکونو سیمه کلابند کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

دیدار لونګ وویل، تر اوسه د دې برید د زیانونو په اړه هم مالومات نه لري.

نوموړي زیاته کړه: "نن د څلورمې پلې لواء قوماندانۍ ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان برید ترسره شوی، تر اوسه نه ده مالومه چې دا موټر بم برید وو که ماین چاودنه ده، د تلفاتو په اړه يې هم تر اوسه راسره مالومات نشته، بهرنیو ځواکونو هغه سیمه چې برید په کې شوی کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي."

د ایران پلوي اسلامي جهاد ډلې یو مشر مو وژلی: اسرایل

د بها ابو العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.

اسرايلي چارواکي وايي، د نومبر پر ۱۲مه يې د ايران ملاتړ لرونکې اسلامپالې وسله والې ډلې اسلامي جهاد يو مشر قوماندان یې وژلی دی.

دا سړی بها ابو العطا نومېده چې په غزه پټۍ کې په هوايي بمبار کې په نښه شوی دی.

په غبرګون کې يې دغه وسله والې ډلې پر تله بيب راکټونو ويشتلي دي.

اسرايلو ويلي چې دغه سړی په ګڼو بريدونو کې ښکېل وو او په هوايي عملياتو کې د نوموړي مېرمن هم وژل شوې ده.

عراق: د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېد

د عراق د مظاهره کوونکو یو انځور

په عراق کې د بشري حقونو څار ډلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ له نوې ترینګلتیا څلور لاریونوال وژل شوي او نېږدې ۱۳۰ نور ټپیان دي.

دا مرګژوبله هغه مهال وشوه چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لورو ترمنځ شخړه وشوه او امنیتي ځواکونو اوښلن ګیس وکارولو.

په عراق کې د بشري حقونو نیمه رسمي کمېسیون چې د دې مرګژوبلې راپور یې ورکړی دا نښتې د خواشینۍ وړ بولي او وایي، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه ویاند جنرال عبدالکریم خلف د نومبر په ۱۱مه په بغداد کې یوې خبري غونډي ته وویل: "د مظاهره کوونکو یوه لویه برخه، ۹۹ سلنه‌ یې دا تاوتریخوالی نه‌ دی کړی، دوی په بشپړه ازاده توګه خپلې نظریې وړاندې کوي، یوه وړه برخه‌ یې غله او جنایتکاران دي چې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

له تېرې میاشتې راهیسې په عراق کې د درغلیو او ګرانیو خلاف په راوتیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۲۰ تنه مظاهره چیان وژل شوي دي.

امریکا وايي سرتېري به یې د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې وي

جنرال مارک میلي له اې بي سي نیوز تلویزون سره په مرکه کې ویلي په افغانستان کې د امریکا مشن لا نه دی پوره شوی.

د امریکا د پوځ مشر وړاندوینه کړې چې ځواکونو به یې ښايي د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال مارک میلي له اې بي سي نیوز تلویزون سره په مرکه کې چې د نومبر پر ۱۰مه خپره شوه وویل، د ۱۱م سېپټمبر له پېښې وروسته یې افغانستان ته سرتیري د دې لپاره لیږلي وو چې د هغه هیواد خاوره د هغو ترهګرو پر پناه ځای بدل نه شي چا چې پر امریکا حمله کړې وه خو د نوموړي په وینا هغه مشن لا مکمل شوی نه دی.

نوموړي وویل دا مشن به هله کامیاب شي چې افغان حکومت او امنیتي سرتیري یې د دې جوګه شي چې خپله خاوره پر نورو هیوادونو او په تېره بیا د امریکا پر ضد د حملو لپاره له کارولو وژغوري.

امریکا په افغانستان کې ۱۴زره سرتیري لري. همدا راز د ناټو د غوڅ ماموریت لاندې زرګونه اروپایي عسکر هم هلته موظف دي.

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بیا بیا ویلي،اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د نړۍ د کړکیچ له سیمو خپل سرتیري وباسي.

د رومانیا ولسمشریزو ټاکنو کې کلاوس یوهانېس زیاتې رایې وړي

د رومانیا د ولسمشریزو انتخاباتو په لومړي پړاو کې د اروپایې ټولنې ملاتړکونکي نوماند زیاتی رایي ګټلي دي.

د ٩٠ فيصده مرکزونو د شمېرل شويو رايو د رسمي نتيجو پر اساس، ولسمشر کلاوس يوهانيس تر ټولو مخکې دی.

يوهانيس به د سوشل ډيموکراتيک ګوند له مشر یویوریکا ډانسیلا سره په دويم ځلي انتخاباتو کې مخامخ شي.

نوموړې په ورستیو کې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ایسته کړل شوې ده. ډانسیلا ۲۴ فیصده رایې ګټلې دي.

د رومانيا د ټاکنو مرکزي دفتر ترمخه په انتخاباتو کې ٤٨ فيصده خلکو برخه لرله.

که کوم کانديد د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې تر ٥٠ فيصدو زياتې رايې ونه ګټي، نو د نومبر پر ۲۴مه به دويم ځلي انتخابات کیږي.

چارواکي: په لوګر کې څلور طالبان ووژل شول

د لوګر چارواکي وايي چې د نومبر د نهمې نېټې په ماښام د محمداغې ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د طالبانو د یو مشهور قوماندان ویس الدین په ګډون ۴ وسلوال د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د نومبر د لسمې نېټې پر سهار د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل، یاد وسلوال داسې مهال تر هوايي برید لاندې راغلل، چې عملاً د دولتضد فعالیت باندې بوخت ول.

نوموړي زیاته کړه، دا هغه وسلوال وو، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ يې په همدې سیمه کې د پکتیا درې قاضیان او د محکمې یو مامور وژلي ول.

تر اوسه وسلوالو طالبانو پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ولسمشر ټرمپ پر پوځي لګښت د ناټو چارواکو سره بحث کوي

د ارشیف انځور

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د ناټو سیکرټري جنرل ینز ستولتنبرګ سره پر پوځي لګښتونو بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د ناټو غړي دې ته هڅوي چې پر خپلو دفاعي چارو لګښتونه زیات کړي.

سپینې ماڼۍ د نومبر پر نهمه نېټه وویل چې ولسمشر ټرمپ او ینز ستولتنبرګ به د نومبر پر ۱۴مه لیده کاته وکړي.

دا تر هغه وړاندې ده چې د ناټو راتلونکې سرمشریزه به د ډسمبر پر دریمه او څلورمه نېټه په لندن کې ترسره کېږي.

بغداد کې پر مظاهره کونکو د پولیسو ډزې، څلور مړه، لسګونه ژوبل

مظاهره کونکي یو ژوبل تن لېږدوي

په بغداد کې د پولیسو او د روغتیا د ادارې کارکونکي وايي، عراقي امنیتي ځواکونو د نومبر په نهمه لږ تر لږه څلور مظاهرچيان د خلکو د خورولو او د سرکونو د خوشې کولو پرمهال په ډزو وژلي دي.

دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې مظاهرچيانو په امنيتي ځواکونو د پيټرول بمونو ګوزارونه وکړل.

د راپورونو ترمخه تر ۱۰۰ زيات مظاهرچیان ژوبل شوي هم دي. له ډزو وروسته امنیتی ځواکونو د یو مهم پل پرته د ټولې سيمي کنټرول ترلاسه کړی دی.

بلخوا د عراق حکومت د روان بحران پای ته رسولو لپاره د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

وزیراعظم عادل عبدل مهدي د نومبر پر نهمه وويل چې سیاسي ګوندونو په هیواد کې د حکومت چلولو په لاره کې تېروتنې کړې دي. نوموړي د انتخاباتي اصلاحاتو ژمنه هم وکړه.

په عراق کې د اکتوبر له لومړۍ نيټې راهيسې مظاهرې رواني دي چې تراوسه پکې تر ۳۰۰ زيات مظاهرچيان وژل شوي دي.

مظاهره کوونکي د هېواد په فرقه یيز سياسي نظام کې د بدلون غوښتنه کوي.

افغان ځواکونه په پکتیکا کې د شپږ وسله والو وژلو ادعا کوي

په پکتیکا کې د افغان ځواکونو عملیات.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې نن د شنبې ورځې له غرمې وروسته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د خواجه رم په کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، چې په وژل شویو وسله والو کې د برهان په نوم د هغوی یو مشهور قوماندان هم شامل دی.

د ده په وینا چې په دې برید کې د دې وسله والو وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي دي.

شاه محمد ارین وايي، چې د افغان هوايي ځواکونو په دې برید کې ولسي وګړو ته کوم ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د داعش وسله والو برید کې د تاجکستان اووه سرتېري وژل شوي

تاجکستاني چارواکو د نومبر په شپږمه وویل، د شپې ناوخته د داعش اورپکو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په وینا یې ۱۵ جګړه مار ووژل شول او پنخه ژوندي ونیول شول.

په تاجکستان کې سرچینو د مشال راډيو ځايي څانګې ته ویلي چې د نومبر پر شپږمه له ازبکستان سره پر پوله د تاجکستاني سرتېرو او داعش اورپکو ترمنځ جګړه کې اووه امنیتي افسران وژل شوي دي.

په پلازمېنه دوشنبه کې چارواکو په رسمي توګه اعلان کړی چې یوازي دوه افسران يې وژل شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مخکې ویلي وو چې د پولیسو یو افسر بهرام قاسمزاده او یو سرحدي ساتونکی عزت الله لطیفوف د نومبر په شپږمه هغه مهال ووژل شول چې د داعش سخت دريځې ډلې شلو کسانو ازبکستان ته نيږدې پر پوله پر یوه پوسته حمله وکړه.

دا سیمه د تاجکستان په رودکي کې د پلازمېنې دوشنبې په شپېته کیلومترۍ کې پرته ده.

چارواکو لومړی وویل چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو. دوی وویل چې پنځلس سخت دريځي وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

خو په پلازمېنه کې ځايي حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته پرون (نومبر ۸مه) وویل، لږ تر لږه پنځه نور پوله ساتونکي په دې حمله کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د داعش سخت دريځې ډلې د جمعې په ورځ په یوه انټرنټي اعلامیه کې د دې حملې مسئولیت ومانه او وبې ویل چې داعش غړیو د تاجکستان لس پوله ساتونکي وژلي دي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت د نومبر پر اتمه سهار وویل چې حمله د داعش غړیو کړې وه چې ډېری یې تاجکستانیان وو او له افغانستانه دې هېواد ته اووښتي وو.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د دې حملې او افغانستان ترمنځ هېڅ تړاو نشته.

پاکستان له هند سره پر کړکېچ سربېره کرتارپور لاره پرانېزي

د ارشیف انځور

په داسې حال کې چې د نومبر پر نهمه د هند او پاکستان ترمنځ د کرتارپور د لارې رسمي پرانېسته کېږي، زرګونه سیک زیارت کوونکي چې پکې پخوانی وزیر اعظم من موهن سینګ هم شامل دی، پاکستان ته رسېدلي دي.

اسلام اباد سیک زیارت کوونکو ته بې له ویزو پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړې ده.

من موهن سنګ په کرتار پور کې رسنیو ته وویل: "نن د سیک ورورولۍ لپاره مهمه ورځ ده. هغه هیله څرګنده کړه چې له دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د رغېدو لوري ته لاړې شي."

په کرتار پور کې د نومبر پر ۱۲مه د بابا ګورو نانک د زیږون۵۵۰مه کلیزه لمانځل کېږي.

کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولې ته نېږدې د پاکستان په خاوره کې پروت کلی دی چې پکې د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چې پکې د سیکانو مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.

پاکستان تېر کال د نومبر پر ۲۸مه د کرتار پور لارې د بنسټ ډبره اېښې وه چې په هغو مراسمو کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او هندي کانګرس غړي نوجوت سینګ سیدهو برخه اخېستې وه.

د ایران زلزله کې د ژوبل شوو شمېر ۵۲۰ تنو ته ورسېد

په ایران کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ

د ايران سرکاري ټېلېويژن وايي چې د نومبر پر اتمه د راغلې زلزلې له کبله د ژوبل شوو کسانو شمېر۵۲۰ ته ورسېده.

ویل کېږي د زلزلې کچه ۵،۹ او ژوروالې یې ۱۰ کلومیټره وه.

د نومبر پر نهمه راپور وروسته له هغې خپور شو چې د لرې پرتو۸۰ کليو کې امدادي کاروايي سرته ورسېدې چې دې زلزلې شمال مشرقي ازربایجان صوبه یې ډېره ځپلې ده.

د راپور له مخه ۲۸ کسان په روغتونونو کې د درملنې لپاره بستر شوي او نور معمولي ژوبل شوي ول چې د ابتدايي طبي مرستو وروسته کورونو ته استول شوي دي.

دې زلزلې پنځه کسان وژلي هم دي.

ایران کې زلزلې پنځه کسان وژلي او ۱۲۰ژوبل کړي

په ایران کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ.

د ایران سرکاري میډیا وايي چې د هیواد په شمال مشرقي ازربایجان صوبه کې د۵،۹ کچې زلزله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

ابتدايي راپورونه وايي چې د نومبر پر اتمه شپې مهال راغلي زلزله کې۱۲۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

انتظامي چارواکي وايي، په سیمه کې د تېزو بارانونو له امله د ژغورنې عملیات متاثره شوي دي او نور معلومات لا په ډاګه نه دي.

د امریکا جیولاجیکل سروې د زلزلې کچه ۵،۸ او ژوروالې یې ۱۰ کلومیټره ښودلی.

د زلزلې مرکز له اسب فروشان ښارګوټي سره نېږدې بلل شوی.

پلار مې له هېواده بهر د علاج لپاره تللو ته تیار شوی: مریم نواز

مریم نواز

د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز وايي، پلار نواز شریف یې بهر ملک ته علاج لپاره تللو ته تیار شوی دی.

د نومبر پر اتمه په لاهور کې د احتساب عدالت بهر خبریالانو سره په خبرو کې مریم نواز وویل، لومړی یې د پلار صحت دې، وروسته بیا سیاست راځي.

د مسلم لیګ (ن) د اطلاعاتو سکیټري مریم اورنګزیب د نومبر پر اومه په یو بیان کې وویل چې د نواز شریف د روغتیايي حالت لا خرابیدو پس د هغه ډاکټرانو یوه بیړنۍ غونډه کړې ده.

هغې زیاته کړه چې په پاکستان کې د هر رقم درملنې باوجود د نواز شریف په روغتیايي حالت کې څه ښه والې نه راځي. نو ځکه ښايي د علاج لپاره بهر ولاړ شي.

مریم نواز وویل، د ګوند مشر شهباز شریف د نواز شریف لندن ته د تللو لپاره انتظامات برابروي.

هغې وویل، نوم یې د هغو کسانو په فهرست کې دې چې له هېواده بهر نه شي تللی، نو ځکه له نواز شریف سره به ولاړه نه شي.

که مرسته و نشي نو کډوالو ته به د اورپا دروازې پرانیزو: اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یو ځل بیا دړکه ورکړې که چیرې اروپايي ټولنه ورته اضافي مرسته ورنکړي، نو د شامي کډوالو لپاره به د اروپا دروازې پرانیزي.

د نومبر پر اومه په بوډاپست کې د هنګري له وزیر اعظم ویکټر اربان سره یوې شریکې غونډې ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه، ترکیه یوازې د کډوالو د ځایولو بوج نه شي وړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي، ترکیه د نړۍ هغه هېواد دی چیرته چې تر ټولو ډېر یعني ۳.۶ میلیونه شاميان راجسټر شوي دي.

د اکتوبر په میاشت کې په شمال مشرقي شام د ترکیې د برید یو مرام دا وو چې دغلته یوه خوندي سیمه جوړه کړي او دوه میلیونه کډوال پکې اباد کړي.

د بشري حقونو د دفاع ډلې او اروپايي هېوادونه دا پلان نه خوښوي او د ناټو د ملګرو هېوادونو نه ورباندې هم منفي عکس العمل ښودل شوی.

په عراق کې ۱۰ مظاهرچیان وژل شوي

په عراق کې مظاهرې هم داوم لري

په عراق کې د حکومت مخالفو مظاهرو په دوام د دغه هېواد امنییتيو ځواکونو په بغداد او بصره کې۱۰ مظاهره چیان په ډزو وژلي دي.

پولیسو او ډاکټرانو د نومبر پر اومه وویل چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ په نښتو کې یوشمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

عراقي حکومت تر اوسه د دې مظاهرو په مخه نیولو کې پاتې راغلې دی.

په دې مظاهرو کې د روان کال د اکتوبر لومړی نیټې څخه تر اوسه له ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

مظاهره چیان د بیروزګارۍ، بجلۍ او پاکو اوبو د نشتوالي، د تعلیم او روغتیا د خرابې وضعې او اداري فسار پرضد لارو کوڅو ته راوتي دي.

د لبنان مظاهرو ته په زرګونو زده کوونکيو وردانګل

په پنجشنبه په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له احتجاجي خوځښت سره مله شول.

دا څلورمه اوونۍ ده چې د لبنان حکومت ضد بې ساري لاریونونه پیل شوي دي.

دوی په درغلۍ او نااهلۍ تورنو سیاستوالو خلاف راوتي دي.

خپل راتلونکي ته اندېښمن دا مظاهره چیان وايي چې اقتصادي حالت خراب دی او کار نشته.

یوه مظاهره‌چي محمد زاغلول وویل: "موږ د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو زده کوونکي غواړو چې کامیاب شو او په خپل هېواد کې له هغو سندونو/ډيپلومونو سره چې اوس په دېوالونو ځړېدلي دي کار پيدا کړو."

په لبنان کې احتجاجونه د اکتوبر پر اوومه پیل شول.

سعد حریري د تېرې مياشتې په پای کې اړ شو چې وزیر اعظمي پرېږدې خو په استعفا یې ولس بیا غلی نه شو.

مظاره چیان چې د فساد او بېکاریو په خاطر مظاهرې کوي، د حکومت د ټولو چارواکو استعفاوې غواړي.

لوګر کې د پکتیا د درې قاضیانو په ګډون څلور تنه وژل شوي

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د کابل – لوګر په عمومي سړک د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې د پکتیا د استېناف محکمې د درېوو قاضیانو په شمول څلور تنه وژل شوي.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص په لنډه توګه ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "ساحه په اردو پورې مربوط ده، موږ ور تسلیم کړې ده، هو هلته (محمد اغي ولسوالۍ) کې دا پېښه شوې ده، دری قاضیان او یو ملکي کس وژل شوي دي."

د پکتیا د استېناف محکمې رئیس فضل قادر قناعت ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د استېیاف محکمې مرستیال، دوه قاضیان او یو کارکوونکی نن د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو دا ډله چې په لوګر کې فعاله بلل کېږي، اکثر د کابل – لوګر په لویه لار پر دولتي چارواکو د دغسې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي.

ویسټ انډیز لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په چارشنبه (نومبر ۶مه) د پنځوسو اورونو په نړیواله لوبه کې افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه.

دا سیالي د هند په لکنو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه چې ورسره له ویسټ انډیز سره د افغانستان د مسابقو لړۍ پیل شوه.

افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه راتلونکې شنبه او درېمه يو ورځنۍ هغه په دوشنبه وکړي.

په هند کې به دواړه هېوادونه درې شل اووره سیالي هم کوي چې د نومبر پر ١٤مه، ١٦مه او ١٨مه به وي.

بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.

ایران ناسم لور ته روان دی: امریکا

د ایران او امریکا هېوادونو بیرق.

امریکا وايي، د ایران لخوا د یورینیمو بډایولو کار له پراخولو سره دغه هېواد پر ناسم لور یو لوی ګام اخیستی دی.

امریکايي چارواکو دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې تهران ویلي، په فردو مرکز کې به سنټریفیوژونو ته یورینیم ګیس ورکوي.

د ایران او د نړی ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون له مخې په فردو کې د یورینیم پر بډایولو بندیز لګول شوی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نومبر پر پنځمه تهران په اټومي شوکې تورن کړ.

ویاند دا خبره د ایراني ولسمشر حسن روحاني د هغه پروني اعلان په ردعمل کې کړې چې سر له ننه به یو زر څلور څلویښتو سنټریفیوژونو ته یورنیم ګیس ورکوي.

ویاند زیاته کړې، ایران بې له اټومي شوکې له څرګندو هڅو په فردو یا بل ځای کې د یورنیم غني کولو د پروګرام پراخولو هېڅ سم جواز نه لري او دا کار به تهران په سیاسي او اقتصادي توګه لا نور یوازې کړي.

په نړۍ کې د انټرنیټ کارول زیات شوی: ملګرو ملتونه

د ځینو ټولنیزو شبکو نښې

ملګرو ملتونو په يو تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې څلور اعشاريه يو اربه کسان له انټرنیټ سره تړلې دي.

خو دا راپور زیاتوي چې د ښځو لخوا او مخ په وده هېوادونو کې بیا د انټرنیټ کارول کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې ټولنې يا ای ټي یو د نومبر پر پنځمه په خپور کړي راپور کې دا هم ویلي، د ٢٠١٨ز کال په نسبت په ټوله نړی کې د انټرنیټ کاروونکي پنځه اعشاريه درې فيصده زيات شوي دي.

د راپور ترمخه د انټرنیټ زيات کاروونکي په اروپا کې او تر ټولو لږ په افريقا کې دي.

په اروپا کې ٪۸۲،۵ او په افریقا کې ٪۲۸،۲ کسان انټرنیټ کاروي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، په نړی کې ۵۸ فيصده سړي او ۴۸ فيصده ښځې انټرنيټ کاروي.

د نړی په شاوخوا هر هېواد کې د ښځو په مقابله کې سړي زیات انټرنيت کاروي خو امریکا یوازینې هېواد دی چې پکې د انټرنیټ کاروونکو ښځو او سړیو شمېره تقریبا برابر ده.

پاکستان له افغان سفیر سره د ناوړه چلند ادعا رد کړه

له ارشیفه د افغانستان سفیر عاطف مشعل له پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدو مهال. ۵م فېبروري، ۲۰۱۹

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغان سفیر سره د ناوړه چلند ادعا ردوي.

دا خبره یاد وزارت د نومبر پر پنځمه په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د پاکستان حکومت ټولو ته درناوی کوي او له بهرنیو استازیو تمه لري چې له ډپلومېټیکو اصولو سره سم مخته ولاړ شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په اسلام اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان استخباراتي ادارې ای اس ای غوښتی وو او ورسره ناوړه چلند شوی.

افغان حکومت د پاکستان په دې کار کلک اعتراض کړی و.

پاکستاني چارواکو افغان سفیر وروسته له هغه غوښتی وو چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د دوی د سفارت کارکونکي ځورول شوي.

د نواز شریف ژوند له خطر سره مخامخ دی: مسلم لیګ

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشران وايي، د پخواني وزیر اعظم او د ګوند رهبر نواز شریف ژوند له خطر سره مخامخ دی نو ځکه غواړي چې د نوموړي درملنه د لاهور سروسز روغتون پر ځای په شریف مېډیکل سټي روغتون کې وشي.

د مسلم لیګ (ن) یو مخکښ محمد طلال چوهدري بېګا مشال راډیو ته وویل، د نواز شریف علاج په بهر ملک کې کول غواړي خو د دې فېصله به نواز شریف په خپله کوي.

نوموړي په حکومت تور پورې کړ چې له دوی سره د نواز شریف په علاج کې مرسته نه کوي او اوس یې هم نوم په اې سي اېل یا له هېواده پر وتلو د بندیز په لسټ کې دی.

بلخوا وزیر اعظم عمران خان ویلي چې د پنجاب وزیر اعلا ته يې ځانګړي هدایات ورکړي چې نواز شریف ته د درملنې په برخه کې ټول سهولیات ورکړي.

ولسمشر غني د چين بهرنيو چارو له وزير سره پر افغان سوله غږېدلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې د داسې یوې غونډې پر پلان خبرې کړې چې د حکومت او وسله والو طالبانو استازي ګډون پکې وکړي.

دا غونډه چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پلان شوې باید تېره میاشت شوې وای خو وځنډول شوه.

د غونډې لپاره نوې نېټه لا نه ده ټاکل شوې. د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مینه پال نن مشال راډیو ته وویل چې حکومت د یوه ټول شموله پلاوي پر جوړولو کار کوي.

د چین غونډه له هغو هڅو چې د امریکا په مشرۍ پیل شوې او د سېپټېمبر په میاشت کې یې بهیر ودرول شو، جلا ده. افغان حکومت ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو رول مهم بللی دی.

افغان ولسمشر ټينګار کړی چې حکومت یې باید د هرې خبرې چې له طالبانو سره کېږي، په سر کې وي. خو د وسله والو طالبانو سیاسي استازیو لا تر اوسه له حکومت سره خبرې نه دي منلې.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG