د لاسرسي ځای

تازه خبر

که مرسته و نشي نو کډوالو ته به د اورپا دروازې پرانیزو: اردوغان


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یو ځل بیا دړکه ورکړې که چیرې اروپايي ټولنه ورته اضافي مرسته ورنکړي، نو د شامي کډوالو لپاره به د اروپا دروازې پرانیزي.

د نومبر پر اومه په بوډاپست کې د هنګري له وزیر اعظم ویکټر اربان سره یوې شریکې غونډې ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه، ترکیه یوازې د کډوالو د ځایولو بوج نه شي وړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي، ترکیه د نړۍ هغه هېواد دی چیرته چې تر ټولو ډېر یعني ۳.۶ میلیونه شاميان راجسټر شوي دي.

د اکتوبر په میاشت کې په شمال مشرقي شام د ترکیې د برید یو مرام دا وو چې دغلته یوه خوندي سیمه جوړه کړي او دوه میلیونه کډوال پکې اباد کړي.

د بشري حقونو د دفاع ډلې او اروپايي هېوادونه دا پلان نه خوښوي او د ناټو د ملګرو هېوادونو نه ورباندې هم منفي عکس العمل ښودل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG