د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د پکتیا د درې قاضیانو په ګډون څلور تنه وژل شوي


د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د کابل – لوګر په عمومي سړک د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې د پکتیا د استېناف محکمې د درېوو قاضیانو په شمول څلور تنه وژل شوي.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص په لنډه توګه ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "ساحه په اردو پورې مربوط ده، موږ ور تسلیم کړې ده، هو هلته (محمد اغي ولسوالۍ) کې دا پېښه شوې ده، دری قاضیان او یو ملکي کس وژل شوي دي."

د پکتیا د استېناف محکمې رئیس فضل قادر قناعت ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د استېیاف محکمې مرستیال، دوه قاضیان او یو کارکوونکی نن د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو دا ډله چې په لوګر کې فعاله بلل کېږي، اکثر د کابل – لوګر په لویه لار پر دولتي چارواکو د دغسې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG