د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې د ابوبکر البغدادي خور نیولې ده


کیڼ اړخ ته د ابوبکر البغدادي خور راسمیه عواد ده.
کیڼ اړخ ته د ابوبکر البغدادي خور راسمیه عواد ده.

رویټرز او اې پي خبري اژانسونو ته یو ترکي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د بغدادي مشره خور راسمیه عواد یې د نومبر پر څلورمه نیولې ده.

د رپوټونو ترمخه راسمیه، د هغې خاوند، نږور او پنځه ماشومان د شام په شمال غربي برخه کې د ترکيې تر کنټرول لاندې سیمه کې په یو کانټېنر کې اوسېدل.

دغه ترکي چارواکي د راسمیې نیول د معلوماتو خزانه موندل بللي او وايي تمه ده چې له هغې به د داعش له طریقه کار په اړه ګټور پټ معلومات تر لاسه شي.

بغدادي د اکتوبر پر۲۶مه د شام په ادلب صوبه کې د امریکايي ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو او داعش د اکتوبر پر۳۱مه ابو ابراهیم الهاشمي القرېشي خپل نوی مشر وټاکه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG