د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقيو لاریونوالو په کربلا کې پر ایرانۍ کونسلګرۍ برید کړی


کربلا کې د عراقيو مظاره چیانو انځور
کربلا کې د عراقيو مظاره چیانو انځور

عراقيو لاریونوالو په یکشنبه د شییعه مسلمانانو په سپېڅلي ښار کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی دی.

دا په عراق کې د هغو لاریونونو د لړۍ په ترڅ کې تازه پېښه ده چې پکې احتجاجیان د خپل هېواد پر سیاستوالو د اداري درغلۍ، بې‌کارۍ او د عراق په چارو کې د ایرانیو لاسوهنو له کبله غوسه دي.

اسوشییېټېد پرېس خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې لاریونوالو په کربلا کې د ایرانۍ کونسلګرۍ بیرغ ښکته کړ او پرځای یې د عراق بیرغ پورته کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې هغه وېډیو هم لاس په لاس کېږي چې پکې احتجاجیان د کونسلګرۍ پر دېوال پټرولي لمبه شوي بمونه ورولي.

دمګړۍ په دې اړه ایرانيو چارواکو عکس‌العمل نه‌دی ښودلی.

عراق کې مظاهره‌چیان، د بې‌کارۍ پر لوړه کچه، کمزوريو عامه خدمتونو او د تېلو په دې بډاۍ هېواد کې پر پراخو درغلیو ماڼی/اعتراض لري.

دا احتجاجونه چې تر ډېره په بغداد او د عراق په جنوبي شییعه مېشتو سیمو کې دي تر اوسه په‌کې له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG