د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مریم نواز ضمانت وشو


مریم نواز

د پاکستان يو عدالت د اپوزيشن يوې مشرې مريم نواز په ضمانت د خوشېکولو حکم ورکړی دی.

نوموړې د ناقانونه پیسو سپینولو له تورونو سره مخامخ ده.

لاهور های کورټ د نومبر پر څلورمه نېټه د پاکستان مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز ته د ۱۰ میلينه روپيو باڼدونو د ضمانت په توګه جمع کولو او خپل پاسپورټ چارواکيو ته د سپارلو امر وکړ.

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز د اګست په لومړيو کې د دې هېواد د احستاب قامي ادارې (نیب) د چودري شوګر ملز د مالي راکړې ورکړې په مقدمه کې نيولې وه.

نوموړې په دې مل کې ونډه لري.

هغې د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه په بشري اساس په ضمانت د خوشي کېدو درخواست ورکړی وو.

مريم نواز دا درخواست له هغه وروسته ورکړ چې کله يې زنداني پلار نواز شريف د ناروغی له کبله روغتون ته يوړل شو.

د اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه نواز شريف ته په درغلۍ کې ورکړل شوې سزا په دې خاطر تر دوو مياشتو پورې وځنډوله چې هغه خپل علاج وکړای شي.

نواز شريف او مريم نواز پر دوی د کرپشن لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې دا سياسي انګېزه لري

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG