د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ولسي وګړو تازه وژنه غندلې ده


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په هېواد کې په پرونیو حملو کې د ملکي وګړو وژنه غندلي ده.

د ولسمشر له دفتره په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په غزني، بغلان، تخار، ارزګان، پکتیکا او کاپیسا کې عام وګړي د وسله والو طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون پر ټوېټر پاڼه ليکلې چې یوازې د ماین دریو چاودنو پرون ۱۶ ملکي وګړي ووژل او ۱۵ زخمیان شول.

په پرونیو چاودنو کې د ښوونځي نهه زده کونکي هم وژل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ویلي چې په جګړې کې د ماشومانو وژنه له بشري حقونو جدي سرغړونه ده. وسله والوطالبانو د دي حملو ذمه واري نه ده منلي.

خو په کابل کې د امریکا سفیر پر ټوېټر پاڼه لیکلي، دا طالبان دي چې په افغانستان کې د سولې مخه نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG