د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د هند له اړخه نوې خپره شوې نقشه وغندله


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل

پاکستان د هند لخوا د هغې نقشې غندنه کړې ده چې پکې د پاکستاني چارواکو په خبره ګلګت بلتستان او جمو و کشمیر د هند برخې ښودل شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتد نومبر پر دریمه پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د هند د کورنیو چارو وزارت دا نقشه پرون خپره کړي ده.

د دوي په وینا ، دا نقشه ناسمه او د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قراداد خلاف ورزي ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دا ډول سیاسي نقشې چې د ملګرو ملتونو نقشو سره په تضاد کې دي، نه مني.

د روان کال د اګست پر پنځمه هند د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ او وايي چې دا کار یې خپله کورنۍ معامله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG