د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران د ترهګرو ډلو د مرستو لپاره په کال کې یو ارب ډالر خرڅ کوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ایران د نړیوالو ترهګرو ډلو د مالي مرستو له کبله اوس هم په نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مرسته کوونکو بدترینو هیوادونو څخه دی.

یاد وزارت د نومبر پر لومړۍ نېټه د ترهګرۍ په اړه په خپور کړي یو رپورټ کې ویلي چې ایران د ترهګرو ډلو د مرستو لپاره د کال په سر یو ارب ډالر خرڅ کوي.

وزارت ویلي چې د لبنان شیعه غورځنګ حزب الله او فلسطیني ډلې حماس او اسلامي جهاد د ایران په مرسته خپل فعالیتونه کوي.

د وزارت یو ویاند نتهان سیلز په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل چې د ایران له خوا راپیښ خطر یوازې مینځني ختیځ نه بلکې ټولې نړۍ ته متوجه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا رپورټ پر داسې مهال خپور شوی چې د ایران او امریکا تر مینځ اړیکې ترینګلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG