د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ابوبکر البغدادي له وژلو پس داعش بل خلیفه وټاکلی


ارشیف
ارشیف

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش د خپل مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبر تأیید او خپل نوی خلیفه يې هم معرفي کړ.

د داعش یوې سرچینې پرون د اکټوبر په ۳۱مه په غږېز پیغام کې ویلي چې د دې ډلې نوی خلیفه ابو ابراهیم الهاشمي القریشي نومېږي.

دا لا نه ده څرګنده چې قریشي څوک دی.

په پروني غږېز پیغام کې د داعش د ویاند او د بغدادي د نږدې ملګري ابو حسن المهاجر د وژل کېدو خبر هم تأیید شوی دی.

ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش مشر و.

بغدادي د اکټوبر په ۲۶مه د سوریې په ادليب ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د امریکا دفاع وزارت وویل چې د ابوبکر البغدادي د جسد پاتې ټوټې یې د هغه د قتل په ۲۴ ساعتونو کې سمندر ته وغورځولې.

د امریکا دفاع وزارت د هغو عملیاتو چې په شپه کې شوي وو، عکسونه او وېډیويي کلپونه هم خپاره کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG