د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خلیلزاد په کابل کې د طالب بندیانو پر تبادله ږغېدلی"


د افغان سولې لپاره د واشنګټن استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د واشنګټن استازی زلمی خلیلزاد

چارواکي وايي، د افغان سولې لپاره د واشنګټن استازی زلمی خلیلزاد پرون ماښام په کابل کې و او هڅه کوي چې د طالبانو سره د بندیانو پر یوې داسې تبادلې خبرې وکړي چې له مخې یې د پوهنتون د دوو تښتول شویو بهرینو استادانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یو راپور کې د یو شمېر داسې چارواکو له خولې چې د ښاغلي خلیلزاد له هڅو خبر دي، وايي چې زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په دې هڅو غواړي چې هم دا دوه بهرني استادان خوشې شي او هم د سولې بهیر بېرته پیل شي.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان امریکايي کیون کینګ او استرالیايي ټېموتي ویکز له ۲۰۱۶ میلادي کال څخه له طالبانو سره برمته دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه په راپور کې وايي، د هغو اتیا کسانو په ډله کې چې طالبان یې د خوشې کېدو غوښتنه کوي، د طالبانو د مشر د مرستیال سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم شامل دی.

انس حقاني له څو کلونو راهېسې د افغانستان له حکومت سره بندي دی.

په کابل کې د خلیلزاد له بحثونو خبرو چارواکو دې خبري اژانس ته ویلي، د بندیانو د تبادلې دا بحثونه د هغو غوښتنو له کبله ستونزو سره مخ دي چې افغان حکومت وايي، طالبان دې د بندیانو د هر ډول تبادلې مخکې اوربند سره موافقه وکړي.

طالبانو تر اوسه اوربند ته غاړه نه ده ايښې.

په عین حال کې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله پرون پنجشنبه په کابل کې له زلمي خلیلزاد او د جنوبي اسیا په چارو کې د ولسمشر ټرمپ له سلاکارې لیزا کورټس سره کتلي.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې د بندیانو پر تبادلې د بحث یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد د سولې په اړه له مختلفو لور سره د خپلو ناستو او خبرو اترو جزیات له عبدالله عبدالله سره شریک کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG