د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا اتحادیانو پر ایرانیو شرکتونو د بندیز ملاتړ وکړ


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

په خلیج فارس کې د امریکا شپږو متحدانو د ایران له انقلاب ساتونکي ځواک او وسله والې ډلې حزب الله سره د تړاو په تور پر ۲۵ شرکتونو د واشنګټن د بندیزونو ملاتړ کړی دی.

د امریکا مالي چارو وزارت د اکتوبر پر ۳۰مه ویل، دا بندیزونه د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د ترهګرۍ د تمویل پرضد کارکوونکي مرکز لګولي دي.

د ټي اېف ټي سي په نوم دا مرکز په ۲۰۱۷ز کال کې جوړ شوی وو چې د امریکا ترڅنګ یې سعودي عرب، کوېت، عمان، بحرین، قطر او متحده عرب امارات غړي دي.

۲۵ واړه کمپنۍ امریکا وار له مخه د بندیزونو په نوملړ کې شاملې کړې وې.

د امریکا د مالي چارو وزیر سټیون مېنوچېن په یوه بیان کې ویلي، دا اقدام د واشنګټن او د خلیج د عربي هېوادونو د یووالي ښکارندويي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG