د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټول پاکستان سوداګر پر هړتال دي


په ټول پاکستان کې تاجرانو د حکومت د اقتصادي پالیسیو او ټېکسونو خلاف دوه ورځنی احتجاج او هړتال پیل کړی دی.

نن څلور واړه صوبايي مرکزونه، پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور له کاروباري پلوه په ټپه ولاړ دي. سوداګر وايي حکومت ورسره وعدې کوي خو عملي کوي یې نه.

په دوشنبه په لاهور کې د ټول پاکستان سوداګرو ټولنې عمومي سېکرېټري نعیم میر په خبري غونډه کې وویل له دوی سره د ټیکس اداره بیا بیا وعدې کوي خو تر دې دمه يې یوه وعده هم پوره نکړه نو دوی ځکه یو وارې بیا په ټول نلک کې هړتال کولو ته مجبوره شول.

بلخوا حکومت وايي له پخوانیو حکومتونو ورته خراب اقتصاد پاتې شوی وو نو ځکه یې سختې فیصلې کړې دي خو تمه ده چې د دې په ترڅ کې به اقتصاد او د تاجرانو حالات ښه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG