د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان بیا کردانو ته دړکه وکړه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان خبرداری ورکړی چې که کرد جنګيالې له روس سره د شوي موافقې پر اساس له شام شمال خيتځ سيمي څخه ونه وتل نو دغه سيمه به له ترهګرو پاکه کړي.

اردغان د اکتوبر پر ۲۷مه، په استنبول کې په وينا کې وويل چې که چېرې ترهګر په ۱۵۰ ګېنټو کې له هغو سيمو و نه وتل نو دوی به يې پاکه کړي.

د نوموړي اشاره د کردستان ورکرز پارټۍ ته وه، ترکې هغه ترهګره ډله بولي.

د ترکیې ولسمشر اردغان د اکتوبر په ۲۳مه خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره موافقه کړي وه چې مسکو به د کرد جنګيالو وتلو ته زمينه برابره وي او په دې لړ کې مهلت د اکتوبر په ۲۹مه پای ته رسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG