د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر پاکستان کې د طالب مشرانو فعالیت وغانده


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر ویلي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو ازاد فعالیت د تاسف وړ دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره د اکټوبر پر ۲۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته کړې ده.

دواړه ولسمشران د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللي دي.

ولسمشر غني د پاکستان ولسمشر ته ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کرښې په اوږدو کې وسله وال طالبان، د داعش ډله او نورې ترهګرې ډلګۍ ځپلي دي او له هغه یې غوښتنه کړې چې پاکستان دې هم ورته کار وکړي.

د ارګ په وینا، د پاکستان ولسمشر د افغانستان امنیت د خپل هېواد لپاره مهم بللی دی.

د پاکستان له اړخه لا په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG