د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو اتحاد دفاع وزیران په برسلز کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي


د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ.
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اېسپر هغه بیان چې پکې یې د شام په شمال ختیځ کې د ترکیې عملیات بې ځایه لاسوهنه بللې، ښايي د غونډې موضوعات تر اغېز لاندې راولي.

د ناټو غړي هېواد ترکیې پر عملیاتو یې یو شمېر ملګرو سختې نیوکې کړې دي او اندېښنې یې ښوولي چې ښايي عملیات سیمه ییز ثبات او د وسله والې ډلې اسلامي دولت ضد لاسته راوړنې زیانمنې کړي.

اېسپر د برسلز تر غونډې مخکې د جرمن مارشال فنډ په څیړنیز مرکز کې په وینا کې وویل، ترکیې هغوی ټول له زښت مشکل حالت سره مخامخ کړي او ویې ویل چې انقرې ته په کار دي چې یو ځل بیا یو ذمه داره متحد شي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې ترکیه ناسم لوري ته روانه ده او مسکو ته نېږدې کېږي.

د اکتوبر پر ۲۲مه روسي او ترکي مشران له ترکیې سره له شامۍ پولې څخه د کوردیو ځواکونو د لرې ساتلو په موخه یوې موافقې ته ورسېدل.

له دې سره په سیمه کې هغه پېنځه ورځنی اوربند وغځېد چې د واشنګټن په منځګړتوب عملي شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG