د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

امریکايي سېنټرانو یو کردي کومندان ته د ویزې ورکولو غوښتنه کړې

د کردانو په مشري د شامي ځواکونو قومندان جنرل مظلوم کوباني.

د امریکا ریپبلکن او ډېمو کرېټ ګوندونو د سېنټرانو یوې ډلې د امریکا بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د کردانو په مشري د شامي عسکرو (SDF) یو کمانډر ته دې د امریکایي ویزې ورکولو کار تیز کړي چې دا شان هغه په واشنګټن کې د کانګرس غړیو ته د شام پر حالاتو تفصیل ورکړي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو لیک کې ریپپلکن سېنټرانو لېنډ سې ګراهم او مارشا بلیک برن او ډیموکرېټ سېنټرانو کرېس وان هولن، جین شاهین او رچرډ بلیو منتل غوښتنه کړې چې کمانډر جنرل مظلوم کوباني ته دې ژر تر ژره ویزه ورکړي.

دغو سېنټرانو په خپل خط کې ویلي دوی د شام په شمالي سیمو کې د روانو حالاتو په اړه سخت اندېښمن دي.

دوی دا هم ویلي د کمانډر کوباني امریکا ته سفر به د کانګرس او ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړو لپاره ګټور وي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

امريکا په افغانستان کې د هند پراخه پانګونه وستايله

د امريکا متحدو ايالتونو ويلي په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن (Nancy Izzo Jackson) چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

”د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي.“

هغې په هغه کنفرانس چې په افغانستان کې د هندوستان پر رول متمرکز و، ويلي:

”موږ به په افغانستان کې د يوې باعزته لاسته راوړنې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانستان پر راتلونکي زموږ پانګونه خوندي کوي.“

هند له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى.

دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.

تازه موندنې: په نړۍ کې د زلمیانو له ورزش سره لېوالتیا کمه شوې ده

د نړۍ په سطحه له سپورټ سره د تنکيو زلميانو لېوالتیا کمه شوې ده، چې يو علت يې له نوې ټکنالوژۍ استفاده ګڼل کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د دوى د معلوماتو پر اساس، هغه زلميان چې له ١١ تر ١٧ کلونو عمرونه لري، له سپورټ او فزيکي فعاليتونو سره لږه لېوالتیا ښيي.

د سازمان په حواله، د نړۍ په هرو پنځو زلميانو کې يوازې يو يې له سپورټ سره مينه لري.

خو د روغتيا نړيوال سازمان تازه ارقام په ١٤٦ هېوادونو کې له يو اعشاريه شپږ مليونه زلميانو سره د پوښتنو له مخې برابر شوي دي.

جنوبي کوريا د فهرست په سر کې راغلى چې په سلو کې ٩٤ زلميان په کې سپورټ ته لېوال نه دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په فهرست کې د افغانستان او ځينو نورو هېوادونه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، سپورټ نه کول په انسان کې د بېلابېلو روغتيايي ستونزو له دې جمله د زړه د ناروغۍ سبب کېږي.

له روسیې سره د ترکيې او مصر پر پوځي تړون د امریکا نیوکې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي له روسيې سره پوځي موافقو له کبله پر ترکيې او مصر نيوکه کړې.

دغه چارواکي خبر دارى ورکړ که د امريکا دغه ايتلافيان له خپلو دغو پلانونو څخه پر شا نه شي، ښايي بنديزونه ورباندې ولګول شي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط يې پرون خبريالانو ته معلومات ورکول وويل، که انقره غواړي چې له واشنګټن سره يې اړيکې ښې شي نو بايد د روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي نظام څخه ځان خلاص کړي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د توغنديو د دفاعي نظام لومړۍ جوپه په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيه د امريکا ساخت اېف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو له پروګرام څخه وايستل.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې چې امريکا له مصر سره هم کار کوي چې د دوه اربه ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه په شا شي چې له مخې يې غواړي تر ۲۰ زياتې ((سوُ ۳۵)) ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې څخه رانيسي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د پرزو لومړۍ بسته په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيې ته د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو پروګرام وځنډاوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړه، امريکا له مصر سره هم کار کوي، چې د ٢ مليارد ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه تر شا شي چې له مخې يې غواړي تر ٢٠ زياتې Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې رانيسي.

لاهور تر خطرناک دود لاندې دی

د بښنې نړيوال سازمان اېمنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د پاکستان په دويم لوی ښار لاهور کې خرابه هوا د هر سړي روغتيا ته خطر پېښوي.

دغه لندن مېشتې سازمان په پنجشنبه د خطرناکه دود د مخنيوي په برخه کې د لاهور د ۱۰ میليونه اوسېدونکو لپاره د ((سمدستي اقدام)) غږ وکړ.

سازمان پخپل بيان کې ويلي چې د پاکستاني حکومت لخوا د لړي د مخنيوي لپاره ناکافي اقدامات د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

د پاکستان لاهور د هوا د ککړتيا په برخه کې د نړۍ يو تر ټولو چټل ښار دی. اېمنسټي انټرنېشنل وايي چې له اکتوبر څخه تر فبروري مياشتې پورې روان د لړي موسم پر مهال د تيلو خراب کيفيت، له ګاډو او کارخانو څخه د خارجېدونکي لوګي نه کنټرولول او د فصلونو سوځول په پنجاب کې وار له مخه د غېرصحي هوا کيفيت نور هم خرابوي.

بلخوا نن د جمعې په ورځ د پنجاب د لاهور ګډون په ګوجرانواله او فېصل اباد ضلعو کې د دود او لړو له وجې په سکولونو کې عامه رخصتي اعلان شوې ده.

په تېره يوه مياشت کې دا درېم ځل دی چې د پنجاب صوبې په مختلفو برخو کې حکومت د دود له کبله د سکولونه بندولو پرېکړه کوي.

د ایران یو عدالت شپږ فعالانو ته د بند سزا اورولې

د ایران یوعدالت د چاپیریال د ساتنې شپږ فعالانو ته د جاسوسۍ په تور له ۶ تر ۱۰ کالو د بند سزا اورولې ده.

په نیویارک کې د ایران په اړه د بشري حقونو دفاع مرکز د نومبر۲۱مه ویلي چې دا فعالان تر ۲۲ میاشتو په تحویل کې ساتل شوي وو او له امریکا سره د اړیکو تورونه پرې لګول شوي دي.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي، سزا شوي کسان د ایران انقلابي عدالت د فیصلې پرضد عدالتونو ته خواست کولای شي.

د چاپیریال د ساتنې دغه فعالانو د ایران د وایلډ لایف هیریټیج فاونډیشن په نوم د یوې داسې ادارې سره کار کاوه چې له خطر سره مخ ځناورو په اړه په ولس کې د بیدارۍ لپاره کار کوي.

چارواکیو ویلي، دغې ډلې د چاپیریال ساتنې په بهانه د ایران د ستراتیجیکي ادارو په اړه پټ مالومات راټولول.

خو فعالانو دغه تورونه رد کړي دي.

د افغانستان په ټاکنیزو چارو کې مداخله نه کوو: ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ.

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ د نومبر پر۲۰مه خبریالانو ته په افغانستان کې د ټاکنو په تړاو د روانو لانجو په اړه وویل "چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دي. د ټاکنو لپاره یې په امنیت ساتلو کې همکاري کړې خو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه شي کولائ."

ینس ستولتنبرګ دا مهمه وګڼله چې انتخاباتي کمېسیونونه د راییو د تفتیش او بیا شمېرنې عمل مکمل کړي او نتيجې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر به د دې اونۍ تر پایه بشپړ کړي او راتلونکې اونۍ به د ټاکنو ابتدايي نتيجې اعلان کړی.

په میرلي کې هدفي برید یو تن ووژل

د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د نومبر پر۲۱مه سهار د یوه ولسي وګړي مړی موندل شوی دی.

د ضلعې انتظامیې چارواکي او عیني شاهیدان وايي، دغه تن د بنو اوسیدونکی دی چې بېګا شپه ناپیژندلیو وسله والو د میرلي په هڅوخېلو سیمه کې په ډزو ویشتی او وژلی دی.

د دې ترڅنګ نن سهار په میرلي کې وسله والو پر یوه ځايي کس طارق داوړ برید کړی او هغه يې ټپي کړی دی.

پولیس وايي، د پېښو په اړه پلټنې کوي.

د ځايي خلکو په وینا، په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې مودې راهیسې د هدفي بریدونو لړۍ بیا زیاته شوې ده.

د انتظامیې د شمیرو ترمخه یوازې سږ کال په دغه سیمه کې ۳۲ هدفي بریدونه ترسره شوي دي.

افغان جګړې په درو کې دوې برخې ماشومان اغېزمن کړي

عکس له ارشیفه

د ماشومانو خوندیتوب خېریه اداره وايي، په افغانستان کې په درېوو کې نېږدې دوې برخې ماشومان شخړو متاثره کړي دي.

په برتانیا کې مېشتې سېو دي چلډرن ادارې د نومبر پر ۱۹مه یو رپورټ خپور کړ چې وايي، متاثره ماشومانو په شخړو کې یا خو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړي یا یې جنګونه او بریدونه لېدلي او یا په شخړو کې ژوبل شوي دي.

د دې رپورټ لپاره د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له ۷۰۰ ماشومانو او لویانو سره مرکې شوي چې پکې په ګڼ شمېر ماشومانو کې د ژور خپګان او ناکرارۍ علامات لېدل شوي او له دې د ژغورلو لپاره مهمو مرستندویه سهولتونو ته رسايي نه لري.

دا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل یو رپورټ کې ویلي چې تېر کال د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی وو.

یوناما له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په جګړه کې د مرګ ژوبلې شمېرې راغونډوي.

په یاد رپورټ کې راغلي چې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي او ۲۱۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

'ایران کې د مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۶ کسان وژل شوي'

په ایران کې د تېلو د بیو لوړیدو پرضد مظاهرې

امنیسټي انټرنیشنل وايي، په ایران کې د مظاهرو پر مهال له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي.

د بخنښنې نړیوال تنظیم د نومبر پر ۱۹مه وویل، باوري رپورټونه لري چې ښايي په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۶ مظاهره چیان وژل شوي دي.

دغه مظاهرې د تېلو نرخ لوړېدو خلاف د دې هېواد په ۲۱ ښارونو کې شوي دي.

امنیسټي انټرنیشنل په یو بیان کې وویل، د دوی په اند د وژل شویو شمېره له دې هم زیاتېدای شي ځکه چې ځینې رپوټونه د ۲۰۰ مظاهره چیانو د وژل کېدو خبره کوي.

بلخوا ایرانيو چارواکو ویلي چې په دې مظاهرو کې د ایران امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۲ کسان شوي دي.

د چارواکو په وینا تر اوسه په دې مظاهرو کې له ۶۰۰ زیات کسان نیول شوي هم دي.

په ایران کې دا مظاهرې د نومبر پر ۱۵مه وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکايي بندیزونو په ترڅ کې ایراني حکومت د خپلو خلکو لپاره د تیلو اخیستو حساب مقررولو او په دې برخه کې د حکومتي رعایت نه ورکولو اعلان وکړ.

افغانستان د ناټو لپاره تر ټولو ستر ماموريت دی: سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان لا هم د ناټو پوځي تړون لپاره تر ټولو ستر ماموريت ګڼل کېږي.

ينس سټولټنبرګ د نومبر پر ۱۹مه شنبه په بروکسل کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، ناټو په افغانستان او عراق کې د اسلامي دولت ډلې د بيا ټوکېدلو په مخنيوي کې مهم رول لوبولى دى.

هغه وايي: "د افغانستان ماموريت چې لا هم زموږ تر ټولو پراخ پوځي عمليات ګڼل کېږي لا دوام لري، چې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه متمرکز دى، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بيا د ترهګریو په خوندي ځاله بدل نه شي، د ناټو په نړيوال تړون کې ټول متحدان او شريکان د داعش ډلې ماتې ته ژمن دي."

سټولټنبرګ دا خبرې په برسلز کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې يوه ورځ مخکې کړې دي.

تمه کېږي چې د دغو چارواکو په نننۍ غونډه کې د ناټو د غړیو هېوادونو د اجنډا پر نهايي کولو او د څارنې پر پروګرام بحث وشي.

د ډسېمبر مياشتې پر دريمه او څلورمه به د ناټو په هغه سر مشريزه کې چې په لندن کې جوړېږي د بحثونو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله وي.

لوګر: هېليکاپټر غورځېدلی، دوه امریکايي پوځيان وژل شوي

عکس له ارشیفه

په افغانستان کې د یوه هېليکاپټر غورځېدو په پېښه کې د امریکا دوه پوځیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو نن یوه خبرپاڼه جاري کړې چې وايي دا پېښه نن شوې او د دوی په ابتدايي تحقیقاتو کې داسې نښې نه دي موندل شوي چې ګنې دغه هېليکاپټر دښمن په نښه کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

خو طالبانو ادعا کړې چې دغه هیلي کاپټر بېګا د شپې یوه بجه په لوګر ولایت کې دوی ویشتلی او غورځولی دی. بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان د طالبانو ادعا رد کړې ده.

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزېشن پرمختیايي ونډه غواړي

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اپوزېشن غړو احتجاج کړی دی.

دوی د نومبر پر ۱۹مه د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته راغونډ شوې او غوښتنه کوي چې حکومت دې په بېلابېلو معدنونو او نورو وسايلو کې خلکو ته برخه ورکړي.

په احتجاج کې شامل د پيپلز پارټۍ يو غړي شیر اعظم خان مشال راډيو ته وويل چې حکمران، تحريک انصاف خپلو صوبايي اسمبلۍ غړو ته د ترقیاتي کارونو لپاره ډېرې او اپوزېشن والاوو ته د نشت برابر پېسې ورکوي.

تېره اوونۍ د شمالي وزيرستان استازي، ميرکلام وزير مشال راډيو ته ويلي وو چې د خېبر پښتونخوا صوبې سره د قبايلي ضلعو شاملولو وروسته هم پرمختيايي کارونو د پوځ ادارې کوي چې دوی ته د منلو وړ نه ده.

په دې اړه حکومت وايي چې کوښښ کوي دا مسله د مذاکراتو له لارې حل کړي.

د غزني ناوې ولسوالۍ ابتدایه محکمې څارنوال ووژل شو

د غزني نقشه

افغان چارواکي وايي،د نومبر پر ۱۸مه ناڅرګنده وسله والو د غزنې ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال او د هغه وراره په ډزو وژلي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري مشال راډیو ته وویل، د څارنوال محمد حسن حلیمي پر موټر غزني ښار ته څېرمه د ګنج په سیمه کې برید شوی دی.

هغه وايي: "د ګنج په سیمه کې د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ پر څارنوال وسله وال برید شوی، په دې کې خپله څارنوال او وراره یې شهیدان شوي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر قاضیانو او څارنوالانو دا ډول هدفي بریدونه زیات شوي دي.

د روانې نومبر میاشتې په اومه نېټه د حکومت مخالفو وسله والو د لوګر ولایت کې د پکتیا د استناف محکمې د دریوو قاضیانو په شمول څلور تنه ووژل.

په یو بله پېښه کې څلور ورځې مخکې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې بګرام ته پر روانو افغان څارنوالانو برید وشو چې دوه یې ووژل شول او دوه نور هم ټپیان شول.

ټاکنو کې افغان ځواکونو بې طرفه وو: جان بس

په افغانستان کې امریکایي سفیر جان بس.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، داسې هېڅ شواهد نه شته چې افغان امنیتي ځواکونو دې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ یا له هغو وروسته د چا په پلوۍ په انتخاباتي فعالیتونه کې ښکیل شوې وي.

نوموړي د نومبر پر ۱۸مه ماښام پر خپل ټویټر د افغانستان کورنیو چارو وزارت هغه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې په کندز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مخې ته پر راټولو شویو اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو ادعاوې رد شوي.

جان بس ټینګار کړی چې څرګندونې دې د اوازو نه، بلکې د حقایقو پر بنسټ وي.

همدارنګه پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په یو اعلامیه کې ویلي وو چې په کندز او څو نورو ولایتونو کې پر اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو د ډزو راپورونه ور رسیدلي او په دې یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

د هانګ کانګ یوه پوهنتون کې حکومت ضد مظاهره محاصره

کله چې بېګاه پوليسو پوهنتون ته د ننوتو هڅه وکړه نو مظاهرچيانو ورباندې پټرول بمونه او خښتې وویښتلې. ۲۰۱۹ ز کال، ۱۷م نومبر

په هانګ کانګ کې پوليسو هغه پوهنتون محاصره کړی دی چې پکې په سلګونو حکومت ضد مظاهره چيانو پناه اخیستې ده.

پرون پوليسو انسو ګېس، د ربړو ګولۍ او کوتک استعمال کړ چې دا رنګه هغه مظاهرچيان پرشا وتمبوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې پولي تېکنيک يونيورستۍ قبضه کړې ده. يوشمېر کسان نيول شوي دي.

پوليس وايي چې مظاهرچيان په هغ صورت کې له پوهنتون وتلی شي که وسلې ورغوځوي او له مخه نقابونه ليرې کړي. کله چې بېګاه پوليسو پوهنتون ته د ننوتو هڅه وکړه نو مظاهرچيانو ورباندې پټرول بمونه او خښتې ووېښتلې. په هانګ کانګ کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې مظاهرې روانې دي.

دوی د چين په هغو هڅو غصه دي چې د دوی په وينا بېجنګ يې د هانګ کانګ د خودمختاري محدودولو لپاره کوي. د چين بهرنيو چارو وزير پرون ويلي چې مظاهرچيان هغه يو موټې جرايم پېشه کسان دي چې د عامو وګړو خلاف تشدد استعمالوي.

افغانستان له وېسټ انډیزه د '۲۰ اورونو' لړۍ وګټله

تېره شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ سیالي په ۲۹ منډو وګټله.

بېګا شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ لوبه په ۲۹ منډو وګټله.

افغانستان چې شېر-خط وګاټه نو لومړی یې بېټنګ وکړ او سیال ټیم ته‌ یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمت‌الله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

په باولنګ کې بیا نوین‌الحق ښه وځلېد.

ده د وېست انډیر ۳ لوبغاړي وسوځول.

وېسټ انډیز په '۲۰شل اوره' سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

دې ټیم له افغانستانه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټېست لوبه هم وکړي.

کابل: دوو لاسي بمي چاودنو څلور افغان سرتېري ژوبل کړي

ارشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، نن په کابل کې د دوو لاسي بميبریدونو د ملي اردو څلور سرتېري او یو ولسي وګړی ټپيان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي.

دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري.

رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي ول چې یو په بل پسې دوه ځانمرګي بریدونه شوي دي.

تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټر-بم چاودنې له امله د زده کوونکیو په ګډون لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول.

په دې برید کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت کاروان تر برید لاندې راغلی و.

د دواړو پېښو مسولیت تر اوسه هېچا یا ډلې پر غاړه نه ده اخېستی.

ادریس خټک دې ژر وموندل شي. اېچ ار سي پي

ادریس خټک

د پاکستان بشري حقونو سازمان پر حکومت د حقونو فعال ادريس خټک د ژر موندلو ږغ کړی دی.

ډان ورځپاڼې نن ليکلي چې ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ مه نېټه هغه وخت له ادعا سره سم وتښتول شو چې له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

ورځپاڼه زياتوي چې د ادريس خټک ډرايور شهسوار په انبار پوليس سټېشن کې شکايت درج کړی چې څلور نامالومو کسانو د صوابی پر انټرچېنچ د دوی موټر ودرولی او هغه يې وتښتولی.

پوليسو د هغه د تښتونې په اړه څه نه دې ويلي البته هيومن رايټس کميشن اف پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ادريس خټک دې راپېدا کړي. سازمان نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د خلکو په جبري توګه په حراست کې د ساتلو غندنه کوي او پر پاکستاني رياست ټينګار کوي چې د شهريانو په اړه دې خپلې اييني ذمه وارانې پوره کړي.

امریکا وايي د ایراني ولس ملاتړ کوي

په اصفهان کې هم خلکو مظاهرې کړي دي.

په ايران کې د مظاهرو پر مهال د يو تن تر وژل کېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوی به د ايران د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

مايک پامپيو د نومبر پر۱۶مه، په ټويټر کې ليکلي، دوي يو نيم کاله مخکې ويلي ول چې امريکا د ايراني ولس تر څنګ ولاړه ده.

په ایران کې د پټرولو د نرخ د لوړېدو پرضد پرون ( د نومبر ۱۶مه) په دويمه ورځ هم مظاهرې وشوې چې یو تن په کې وژل شوی دی.

په نړۍ کې انټرنيټ ته د لاس رسي څارونکې ادارې (نيټ بلاکس) ویلي چې په ايران کې انټرنيټ بند دی.

امريکا د ایران دا ګام غندلي دی.

د امريکا له لوري د ايراني ولس د ملاتړ خبره په داسې وخت کې شوې چې د ايران د کورنيو چارو وزير سرکاري تلویزون ته ويلي چې د حکومت ضد مظاهرو قابو کولو لپاره يې امنيتي ځواکونه ليږلي دي.

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې، د حکومت له هغې پرېکړې وروسته خلکو پر مظاهرو لاس پورې کړی چې ویې وویل، د خلکو لخوا د تېلو د اخیستو لپاره به یوه پیمانه ټاکي او په سملاسي ډول یې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي.

حکومت وايي، د امریکايي بندیزونو له وجې د پیدا شوي اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره یې د تیلو د اخیستو پر مهال خلکو ته معین سهم ټاکلی.

لسګونه داعش وسله والو ځانونه د ننګرهار چارواکو ته وسپارل

د ارشیف انځور

جلال اباد ـ د افغانستان په ننګرهار ولايت کې ۷۲ داعش وسله وال د خپلو کورنیو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شوي دي.

له دغو وسله والو سره د هغوی مېرمنې او ماشومان هم ملګري دي چې شمېره یې ۱۷۲ ته رسېږي.

د ننګرهار د والي له دفتره په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې دا تسلیمۍ د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې له يوې اوونۍ راهيسې سلګونه داعش وسله وال له ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

لاهور های کورټ نواز شریف ته د علاج لپاره د بهر تلو اجازه ورکړه

نواز شریف

لاهور هايي کورټ نن [د نومبر پر ۱۶مه] پخپله فیصله کې د پخواني وزیراعظم نواز شریف نوم د ممنوع الخروج لیسټ نه د لرې کولو حکم وکړ او نوموړي ته یې ته له ملکه بهر د علاج لپاره د تګ اجازه ورکړه.

د نواز شريف ورور شهباز شریف عدالت ته دا درخواست کړی وو چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف دې په غیر مشروط ډول د علاج لپاره له ملکه بهر واستول شي.

شهباز شریف نن عدالت ته وویل، هغه ضمانت ورکوي چې ورور به یې له علاج وروسته هیواد ته ستنېږي.

عدالت پخپله پخپله فيصله کې ويلي چې نواز شريف د درملنې لپاره په بهر هېواد کې څلور اوونۍ تېرولای شي خو د ناروغۍ په صورت کې دا موده غځېدلی شي.

په ایران کې خلکو د تېلو د اخیستلو پېمانې ټاکل کېدو ضد احتجاج پیل کړی

په سیرجان ښار کې د احتجاج عکس

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې، د حکومت له هغې پرېکړې وروسته خلکو پر مظاهرو لاس پورې کړی چې ویې وویل، د خلکو لخوا د تېلو د اخیستو لپاره به یوه پیمانه ټاکي او په سملاسي ډول یې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي.

سرکاري خبري اژانس ارنا نن لیکلي چې په « سیرجان » ښار کې مظاهرې په ځانګړي ډول سختې وي او په مشهد، اهواز، بندرعباس، شیرا او نورو ښارونو کې هم د نښتو راپورونه دي.

ایرنا لیکي، په سیرجان ښار کې مظاهره کونکو د تېلو پر ډیپو برید وکړ او هوډ یې لاره چې اور ورته کړي. خو امنیتي مامورینو یې مخه ونیوله.

حکومت وايي، د امریکايي بندیزونو له وجې د پیدا شوي اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره یې د تیلو د اخیستو پر مهال خلکو ته معین سهم ټاکلی.

حکومت همدا رنګه د لیټر پر سر د تېلو بیې له اتو سینټو څخه ۱۲.۷ سینټو ته لوړې کړې دي.

طالبانو د انس حقاني په بدله کې دوه بهرنیان لا نه دي خوشي کړي

انس حقاني

په افغانستان کې د دريو طالب زندانیانو په بدله کې د وسله والو طالبانو په ولکه کې د دوو بهرنيو برمته شوو کسانو د خوشي کولو مامله تر اوسه ګونګه ده.

درې ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني ددې ماملې اعلان کړې وو .

بلخوا افغان حکومت دا ګام د حکومت او طالبانو تر منځه د نيغ په نيغه خبرو لپاره يو مهم پرمختګ بللو ځکه چې افغان طالبانو افغان حکومت سره د خبرو اترو نه انکار کړی وو او ويلي یې وو چې د هغوی په وینا د کابل ګوډاګي حکومت سره خبرې نه کوي.

خو بلخوا تيره ورځ د افغان طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وویلي چې د تبادلې ټاکلي ځاي ته درې طالب قيدیان په صلا شوي وخت ونه رسیدل او هغوی اوس هم د حکومت په ولکه کې دي.

د دغو طالب قيدیانو په بدل کې به په کابل کې د امريکاي پوهنتون هغه دوه پروفيسران خوشي کيدل چې د ۲۰۱۶م کال د آګست په مياشت کې طالبانو تښتولي وو ، دغو کې يو امریکایی او بل د استریلیا اوسېدونکی دی.

منظور پښتین: د پاکستان پوځ په وزیرستان کې ښخ کړي ماینونه نه پاکوي

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د پاکستان پوځ په وزیرستان کې ښخ کړي ماینونه نه پاکوي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا ماینونه پوځ د خپلو مورچو په شاوخوا کې ښخ کړي وو او اوس یې هغه زیاتره موچې پرېښې دي.

ده وویل ، دا واړه بمونه په ټولو قبایلي سیمو کې شته خو زیاتره په جنوبي او شمالي وزیرستان کې ښخ کړل شوي دي.

د دې بمونو په چاودنو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په نښه شوي دي چې زیاتره پکې ماشومان دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وړاندې ویلي وو چې دا ماینونه پاکوي خو په دې اړه یې تفصیل نه دی ورکړی چې څومره یې پاک کړي او څومرې پاته دي.

روس د ازادې اروپا راډیو ویب پاڼه د بهرنیو ایجنټانو نوملړ کې اچولې

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د روس د عدلیې وزارت پرون د ازادې اروپا راډیو د روس د برخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په فهرست کې واچوله.

د ازادې اروپا راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان کال د سپټمبر په میاشت کې شروع شوې وه.

د روس د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیوچارو د کمېټۍ د مشورې پر بنيادکړې ده.

د روس پارلمان په ۲۰۱۷ م کال کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولائ شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په فهرست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روس کې د کار مخنیوی وکړي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG