د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا: په کنټېر کې ۳۹ تنه مړه موندل شوي


دا په برتانیا کې د هغه کنټېر ټرک بره تصویر دی چې ۳۹ تنه پکې مړه موندل شوي. ۲۰۱۹ز کال، ۲۳م اکتوبر
دا په برتانیا کې د هغه کنټېر ټرک بره تصویر دی چې ۳۹ تنه پکې مړه موندل شوي. ۲۰۱۹ز کال، ۲۳م اکتوبر

د بریتانيا پولیس وایي د دغه هېواد په وېلز کې یو داسې کنټېنر په لاس ورغلی چې ۳۹ مړي يې پکې موندلي دي. دوی شک کوي چې دا کنټېنر له بلغاریه په یوه ټرک کې راوړل شوی وو.

پولیس چارواکیو نن (د اکتوبر په ۲۳ مه) وویل، چې د دغه ټرک ۲۵ کلن ډرایور یې چې د شمالي ایرلېنډ اوسیدونکی دی، د وژنو په تور نیولی دی.

د نهه دیرش کسانو مړي له لندنه د ۲۰ میله په واټڼ د واټرګلېډ په صنعتي سیمه کې په یوه کنټینر کې دننه موندل شوي دي.

د بریتانيا پولیسو یوه چارواکي انډریو مرینر خبریالانو ته وویل، دا یوه ډېره بده پېښه ده چې پکې یو لوی شمېر خلکو خپل ژوند بایللی دی او دوی يې په اړه پلټنې کوي، چې دا هر څه څنګه شوي دي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG