د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملاتړ، ټېکاو او پخلاینې ته ژمن یو: پاکستان


د پاکستان بهرنیو چارو سېکرېتري سهیل محمود وايي، هېواد یې د افغانستان ملاتړ، ټېکاو او پخلاینې ته ژمن دی.

نوموړي دا څرګندونې په دوشنبه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د سفارتکارانو د درې اړخیزه ورکشاپ د پرانیستو غونډې ته وکړې.

راډیو پاکستان نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په دې ورکشاپ کې د یادو درې واړو هېوادونو ۳۹ سفارتکار برخه اخلي او دا به دوې اوونۍ دوام کوي.

پاکستانيو چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د نېکو او ښو اړیکو د ساتلو هوډ ښکاره کړی خو افغان لوری وايي، اسلام اباد دې یواځې د بیانونو ترحده محدود پاتې نه شي، بلکې عملاً دې هم څه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG