د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې اوربند غځول غواړو: مېکرون


د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون.
د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون.

د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې هیواد یې د شام په شمال ختیځ کې د ترکي لخوا د اعلان شوي اوربند غځېدل غواړي.

د میکرون او پوتین ترمنځ د ټیلیفون له لارې د پرونیو خبرو وروسته د فرانسې ولسمشر دفتر وویل، میکرون د اوسني اوربند د غځولو پر اهمیت او د سفارتکارۍ له لارې د مسلې پر حل کولو ټینګار وکړ.

ترکي منلې وه چې که کرد ځواکونه د ترکي پولې ته نېږدې د خوندي ساحې څخه ووځي نو هغوی به د اکتوبر پر ۲۲م تر پایه د کرد ځواکونو خلاف حملې و نه کړي.

انقرې دړکه کړې وه چې د اکتوبر له ۲۲مې نېټې وروسته که کوم کرد سرتېري په خوندي ساحه کې ولیدل شو نو دوی به یې په نښه کوي.

پوتین له میکرون سره دغه ټیلیفوني خبرې له ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان سره له لیدو وړاندې کړي.

په پام کې ده چې دواړه مشران د اکتوبر پر ۲۲مه په سوچي کې سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG